کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۹): د بې پوله ډاکترانو نړیوال تنظیم د کابل د دشت برچي پر روغتون او زېږنتون د برید وروستي جزئیات خپاره کړي او ویلي یې دي چې په دغه برید کې ۱۵ میندې چې د ولادت لپاره ورغلې وې، وژل شوې دي.
دغه برید د روان زېږدیز کال د مې په ۱۲مه (د غویي په ۲۳مه) د کابل ښار د دشت برچي پر روغتون برید وکړ، هغه مهال امنیتي مسوولینو ویلي وو چې په دغه برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
سرچینو زیاته کړې وه چې په وژل شوو کې نوي زېږیدلي ماشومان، د هغوی میندې، ډاکټران او نرسانې شامل دي.
د یاد روغتون د نسایي او ولادي برخه (زېږنتون) د بې پولې ډاکترانو له خوا تمویلېږي او ټول لګښتونه او وسایل یې هغوی ورکوي.
د یاد سازمان له خوا د غبرګولي په ۱۶مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاد برید کې ۱۵ هغه میندې وژل شوې چې د زېږون لپاره یې مراجعه کړې وه.
سرچینې زیاته کړې چې دغه راز یوه قابله او دوه ماشومان هم په وژل شوو کسانو کې شامل وو.
د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان ویلي، دوی تر اوسه نه پوهېږي چې دغه برید د چا له خوا او ولې ترسره شوی دی.
که څه هم وسله والو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي، خو افغان حکومت یې پړه پر طالبانو اچولې او وایي چې دوی نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
یاد سازمان ویلي: ((موږ ته باید وویل شي چې زموږ ناروغان، قابله ګانې، نور کارکووني ولې ووژل شول، موږ له اړوندو چارواکو غواړو چې په دې اړه قوي پلټنې وکړي.))
دوی زیاته کړې چې تر اوسه که چا پلټنې یا څېړنې کړې وي، خو له دوی سره هېچا اړیکه نه ده نیولې او نه یې ترې په دې تړاو پوښتنې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه باید معلومه شي چې بریدګر څوک و او پر بې پولې ډاکټرانو او روغتون یې ولې برید کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حالاتو کې چې د دوی پوښتنو ته هم ځوابونه نه ورکول کېږي، دا به ستونزمنه وي چې هلته بیا فعالیت پیل کړي.
login or register a new account.