کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۹) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل تازه سفر په ترڅ کې قطر کې له ملا برادر او اسلام اباد کې له جنرال باجوه سره لیدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې اعلان کړی و، چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو یو ځل بیا د درېیوهیوادونو په سفر روان شوی دی.
په قطر کې د طالبانو ددفتر ویاند سهیل شاهين د غبرګولي په ۱۹مه، په ټویټر کې لیکلي چې ددوی د دفتر مسوول ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي پرون د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره لیدلي دي.
هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال اسکات مېلر او د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي القحطاني هم شتون درلود.
شاهین ویلي چې په دې ناسته کې د بندیانو د خوشې کولو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
هغه ددې ناستې نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو ځینو رسنیو خبر ورکړی چې طالبانو زلمي خلیلزاد ته د امریکایي ځواکونو د وروستیو هوایي بریدونو په اړه شکایت کړی دی.
امریکایي ځواکونو څو ورځې مخکې په فراه او کندهار ولایتونو کې له افغان ځواکونو په دفاع پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه کړي وو.
زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر لیدنې وروسته نېغ په نېغه اسلام اباد ته تللی او هلته یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره لیدلي دي.
بلخوا د پاکستان د پوخ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغان سولې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې شوې دي.
ټاکل شوې ده چې زلمی خلیلزاد نن کابل ته راشي او له افغان مشرانو سره د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو، اوربند، د بندیانو د خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په اړه خبرې اترې وکړي.
login or register a new account.