Language

د ناټو سرمنشي د امریکا ولسمشر سره دافغانستان پرحالاتو خبرې کړې

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۹): د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې وکړې.

د ناټو سرمنشي د غبرګولي په ۱۹مه، په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي چې نن یې دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې له ټرمپ سره یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وروستیو حالاتو او د «نړیوالې ترهګرۍ» پر وړاندې پر ګډې مبارزې خبرې وکړې.

ده ددې خبرو نور جزییات نه دي خپاره کړي .

دوی داخبرې په داسې حال کې کړې چې د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا سیمې ته په سفر راوتلی دی.

هغه په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر لیدنې وروسته، پرون پاکستان ته تللی و اود دغه هېواد د پوځ له مشر سره یې د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو او راتلونکو اقداماتو خبرې کړې دي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد تر یادو هېوادونو وروسته  کابل ته هم سفر وکړي او له افغان مشرانو سره د بندیانو پر خوشې کولو او د سولې د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو خبرې وکړې.

تر دې مخکې هغه ویلي و، چې له افغان حکومت او طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو پر ځای او نیټې  پر سلا مشورو بوخت  دی.

بله خوا یوې سرچینې پژواک ته ویلي و، چې افغان حکومت او طالبانو پر دې هوکړه کړې چې بین الافغاني مذاکرات به په قطر کې ترسره کیږي، خو نیټه یې لا نه ده وروستۍ شوې.

دا په  داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله څو ورځې مخکې هیله څرګنده کړې وه، چې په راتلونکو دوو یا درېیو اونیو کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

login or register a new account.