Language

بلخ کې د دولت سازټیم د کمپاین یو شمېر مسوولینو پر سیاسي هوکړې نیوکه وکړه

کابل ( پژواک، ۲۰غبرګولی ۹۹) : بلخ کې د دولت ساز ټيم د ټاکنيزو دفترونو د دارالانشا يو شمېر غړي وايي، چې ولسمشر غني بايد د "حساب ورکوو او حساب اخلو شعار" عملي کړي.

دوی چې مزارشريف کې يې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې، همدا راز يې وويل، چې د کمپاينونو پر مهال يې ډول ډول ستونزې ګاللي؛ خو اوس د حکومت مقرريانې د سياسي معاملو له لارې کېږي.

دغو کمپاين کوونکو همدا راز د دولت ساز له مرکزي دفتره وغوښتل، چې بلخ کې د کمپاينونو پر مهال د میليونونه افغانيو د حيف او ميل کېدو قضيه هم وڅېړي.

بلخ کې د دولت ساز ټاکنيز ټيم د يوه سيمه ييز دفترمشر تاج الدين خُرم خبري کنفرانس ته وويل، چې دوی په سختو شرايطو کې د ولسمشر غني د بريا لپاره کار وکړ.

هغه زياته کړه، چې دوی ته وعده ورکړل شوې وه، چې بيا به ايتلافي حکومت نه جوړېږي؛ خو په وينا يې چې ياده ژمنه تر پښو لاندې شوه.

خُرم زياته کړه: (( ټولو ته معلومه ده، چې د دولت ساز په کمپاينونو کې خلک ووژل شول، ټپيان شول او حتی د حکومت د مخالفانو له خوا وځورول شول؛ خو بيا هم له خپل هوډ او پرېکړې په شا نه شول. له بده مرغه چې کله د پايلو وخت شو؛ نو بيا د تېر په څېر د معاملې پر اساس ايتلافي حکومت جوړ شو.))

 نوموړی زياتوي، چې بلخ کې د دولت ساز د بريا لپاره قرباني دوی ورکړه؛ خو اوس دولتي ادارو کې د معاملو پر اساس ګومارنې کېږي.

خُرم همدا راز بلخ کې د دولت ساز د کمپاينونو په جريان کې د پراخ مالي فساد شتون هم رد نه کړ او د دولت ساز له مرکزي کمېټې يې غوښتنه وکړه، چې د دې قضيو د څېړلو لپاره دې بلخ ته پلاوی ولېږي.

 هغه ټينګار وکړ، چې بلخ کې دې د دولتي ادارو ګومارنې د سياسي معاملو پر ځای، اهليت او استعداد ته په کتو وشي او مسووليتونه دې اهل کسانو ته وسپارل شي.

په مزارشريف کې د دولت ساز د يوه بل سيمه ييز ټاکنيز دفتر مسوول حاجي محمد مهديار پژواک ته وويل، چې دوی د يوه ځواب ويونکي حکومت رامنځته کېدو په موخه دولت ساز ته کمپاين وکړ او رايه يې ورکړه.

د هغه په وينا، اوس خلک غواړي، چې په نوي حکومت کې ځان وګوري؛ نو ځکه له ولسمشر غني غواړي، چې له سياسي معاملو تېر شي.

مهديار زياته کړه: (( موږ د ټاکنيز جنجال د پای ته رسېدو پلويان وو؛ خو داسې نه چې د ټاکنو پايلې په کې خپل ارزښت وبايلي او حکومت د دوه سيالو ټيمونو ترمنځ سم نيم تقسيم شي.))

login or register a new account.

Related Topics