کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۹) : د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د کرونا ضد مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت پر فعالیتونود نیوکو ترڅنګ پرېکړه وشوه، چې راتلونکې اوونۍ د عامې روغتیا سرپرست وزیر ور وغوښتل شي.
د ولسي جرګې د نن د غبرګولي په ۲۱مه، د عامې روغتیا وزارت پر فعالیتونو بحث وکړ، د نیمروز وکیل ګل احمد نورزاد وویل چې د کرونا وبا ډېره خپره شوې، خو د عامې روغتیا وزارت ټول پروګرامونه د کاغذ پر مخ دي او عملي بڼه ډېره نه لري.
هغه زیاته کړه، چې له یوې خوا کرونا ناروغي په تیزۍ سره خپریږي، خو د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې چې د نیمروز سل بستریز روغتون ۵۰ بستریزو ته راټیټ کړي.
د غزني د خلکو استازې نفیسې عظیمي هم وویل چې د عامې روغتیا وزارت د کرونا د مخنیوي کوم خاص پروګرام په نظر کې نه لري.
د نوموړې په وینا، د کرونا ناروغان او د هغوی پایوازان له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي ، په روغتونونو کې اکسیجن او درمل نشته.
د ولسي جرګې نورو غړو هم نیوکه کوله چې د میلیونونو ډالرو مرستو سره سره هره ورځ د کرونا ناروغان د اکسیجن د نشتوالي له امله مړه کیږي.
د لوګر د خلکو استازي شاه حسین زوی وویل چې د کرونا پر ضد مبارزه د ځینو دولتي چارواکو لپاره د عاید سرچینه شوې او په مرسته شویو پیسو کې ستر فسادونه کیږي.
ده زیاته کړه : (( موږ څو وارې له عامې روغتیا وزارت څخه د لګول شویو پيسو اسناد غوښتي ، خو هغوی حاضر نه دي چې معلومات شریک کړي.))
ګڼ شمېر وکیلانو په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست وزیر د استجواب غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې ټول دولتي چارواکي د ولس او ددوی استازو ته باید ځواب ورکوونکي واوسي .
هغه زیاته کړه چې د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت سرپرست باید د ولسي جرګې عمومي غونډې ته حاضر او د استازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
د عامې روغتیا و زارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې تر ۲۲ زرو ډېر کسان په کرونا اخته، تر ۴۰۰ زیات مړه او نږدې درې زره روغ شوی دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن