کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹) : د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفیر احضار کړی او د افغانانو له خوا یې د ایران ضد لاریونونو په اړه سپیناوی غوښتی دی.
د ایران دولتي اژانس (ارنا) د خبر له مخې، د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال نن ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی و.
سرچینې زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت له هغه څخه په افغانستان کې د ایران ضد کړیو د فعالیتونو په اړه پوښتنې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یو شمېر کسانو په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د ایران د سفارت او قونسلګریو پر وړاندې لاریونونه کړي دي.
ارنا ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اسیا د برخې مسوول سید رسول موسوي له افغان سفیر سره د دغو لاریونونو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې او یادونه یې وکړه چې د وړو ډلو دا ډول اقدامات د دواړو هطوادونو اړیکې زیانمنوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې یو شمېر سیاسي کړۍ چې له ایران سره د مخالفت او ضدیت پخوانۍ سابقه لري په دې وروستیو کې د ایران پر ضد فعالیتونه زیات کړی دي.
دوی ویلي، یو شمېر افغانان چې په غیر قانوني او قاچاقي ډول ایران ته د تګ هڅه کوي، مسوولینو د هغوی پر ضد اقدامات کړي دي.
د یادونې ده چې تېره میاشت ایراني ځواکونو پر سرحد کې یو شمېر افغانان سیند ته غورځولي وو، چې له امله یې تر ۲۰ زیات کسان مړه شول، دغه راز څو ورځې مخکې ایراني ځواکونو پر یوه موټر ډزې کړې وې چې له امله یې درې افغانان ووژل شول.
د ایران ددغو کړنو پر ضد په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ایران ضد لاریونونه پیل شوي دي.
ولسمشر غني هم د ایران دغه اقدامات غندلي او د بهرنیو چارو وزارت ته یې دنده سپارلې چې له دیپلوماتیکي چینلونو دا وڅېړي.
login or register a new account.