کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې د امریکا په ګوانتانامو کې د وروستي افغان بندي خوشي کولو هڅې کوي.
اسدالله هارون شاوخوا دولس کاله مخکې له ننګرهار ولایت څخه له نیول کېدو وروسته د کیوبا ګوانتانامو زندان ته وړل شوی او ویل کیږي چې هغه اوس یواځینی افغان بندي هلته پاتې دی.
د هغه کورنۍ اوس هم د کډوالۍ ژوند تېروي او د کوزې پښتونخوا په یوه پنډغالي کې د غربت ژوند تېروي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند ډاکتر عبدالشکور مشکور د غبرګولي په ۲۴مه پژواک اژانس ته وویل چې د اسدالله هارون مدافع وکیلان له کمېسیون سره په اړیکه کې دي.
هغه زیاته کړه، دا چې دا قضیه په امریکایي محکمه کې څېړل کېږي نو مدافع وکیلان له نوموړي د دفاع په موخه معلوماتو ته اړتیا لري نو په دې تړاو د بهرنیو چارو وزارت، امنیت شورا او له نورو اړوندو مراجعو سره یې وکیلان وصل شوي دي، څو معلومات ترلاسه کړي.
مشکور زیاتوي، ځیني خلک وایي چې په ګوانتانامو کې دوه افغانان پاتې دي، خو له دوی سره تر اوسه چا د بل بندي افغان په اړه معلومات نه دي شریک کړي.
بلخوا په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د حزب اسلامي د بندیانو خلاصون کمېسیون مشر ضیاءالحق امرخېل هم ویلي چې له ګوانتانامو څخه د اسدالله هارون د خلاصون لپاره یې هڅې روانې کړې دي.
هغه په ټویټر کې لیکلي، هارون نږدې ۱۳ کاله مخکې حزب له اسلامي سره د تړاو پر شک بندي شوی و.
ده زیاته کړې: ((له د ملي امنیت شورا، بهرنیو چارو وزارت او د هغه له مدافع وکیلانو سره د ګډ کمېسیون د ریيس په توګه مې رسمي اړیکې نیولې، د روان زېږدیز کال په اګست میاشت کې به یې په اړه وروستۍ پرېکړه وشي، تمه ده چې خوشی شي.))
د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان او پاکستان کې ۲۲۰ افغانان د امریکایي ځواکونو له خوا ونیول شول او ګوانتانامو زندان ته ولېږل شول.
د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال ډېری بندیان خوشي شول او د طالبانو پنځه مهم غړي له یوه امریکايي سرتېري سره تبادله شول، خو د دغو دوو افغانانو برخلیک چې ویل کېږي ولسي وګړي دي، لا هم روښانه نه دی.
بلخوا د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، په ګوانتانامو زندان کې لا هم دوه افغانان له محاکمې او د جرم له اثبات پرته ساتل کېږي.
login or register a new account.