کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۹) : د ولسمشر ویاند وایي چې په قطر کې یواځې د بین الافغاني مذاکراتو د لومړۍ ناستې په اړه موافقه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې و، ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو او سیاسيونو سره یې د بین الافغاني مذاکراتو او ځای په اړه خبرې کړې دي.
هغه خپل هېواد ته تر ستنېدو وروسته په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي چې په کابل کې افغان مشرانو ورسره موافقه کړې چې بین الافغاني مذاکرات به د قطر پلازمېنه دوحه کې کیږي.
خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته به قطر کې کیږي.
نوموړي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، تر اوسه د بین الافغاني مذاکراتو د ځای په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ ځینو سرچینو پژواک ته ویلي وو، چې بین الافغاني مذاکرات به قطر کې کیږي.
بلخوا ځینې سرچینې وایي چې بین الافغاني مذاکرات به په څو پړاوونو کې ترسره کیږي، لومړی پړاو یې په قطر، دویم په جرمني، درېیم ناروې، خو دا چې د بریا په صورت کې به لاسلیک چیرته کیږي، تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.
login or register a new account.