Language

افغانستان، روسیه او امریکا نن د سولې د وروستیو اقداماتو په اړه خبرې کوي

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان، روسیې او امریکا د بهرنیو چارو استازي نن د افغان سولې پروسې د وروستیو اقداماتو او پرمختګونو په اړه خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د غبرګولي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې نن ماښام شپږ بجې ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه چې په دغه ویډیو کنفرانس کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کوي.

هېواد وایي چې په دغه ویډیو کنفرانس کې به دوی د افغانستان د سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو او اقداماتو په خبرې وکړي.

د نوموړي په وینا، په دغه ویډیو کنفرانس کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو، د بنیدانو پر خلاصون، بین الافغاني مذاکراتو ، دایمي اوربند او د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کولو خبرې کیږي.

دغه ویډیو کنفرانس به په داسې حال کې ترسره شي چې د افغانستان سولې پروسې په اړه هلې ځلې ګړندۍ شوې دي، د امریکا ځانګړي استازي سیمې ته سفرونه کړي، د پاکستان د پوځ مشر او د قطر ځانګړی استازی هم کابل ته راغلي وو.

login or register a new account.

Related Topics