Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرنې وزارت خلکو ته په څو مواردو کې نږدې ۶۵۰ میلیونه افغانۍ پور ورکوي

کابل(پژواک،  ۲۸ غبرګولى ۹۹): د کرنې وزارت وايي چې اړوند کمېټې یې د ۶۳۲.۶ ميليونه افغانیو د پور ورکړه تایید کړې او دا اندازه پیسې به په څو مواردو کې خلکو ته ورکړل شي.

له ياد وزارته د غبرګولي په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه وزارت د کرنيزو پورونو د تاييد کمېټې د يوې غونډې په ترڅ کې د ۶۳۴.۶ ميليونه افغانۍ کرنيز پورونه تاييد کړل.

سرچینه زیاتوي، کرنيز پورونه په درېیو مواردو کې تاييد شوي چې لومړى به يې د مالي موسسې له خوا هر کال د پنځو کلنو لپاره د هېواد په اتو ولايتونو کې څه باندې زر بزګرانو ته ورکول کېږي، دويم مورد د فابريکو د جوړښت لپاره او درېیم يې د غنمو پېرلو لپاره ځانګړى شوى.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې د پراختیا صندوق چې د دغو پورونو ورکوونکى دى، وايي: "په دې سختو شرایطو کې یې بزګران نه دي هېر کړي او دې ته ژمن دی چې د دوی د اړتیا وړ پورونه پر خپل وخت د هغوی په واک کې ورکړي."

خبرپاڼه زياتوي، د کرنې د پراختیا صندوق یو غیر دولتي بانکي بنسټ دی چې د ياد وزارت تر چتر لاندې کار کوي او دغه صندوق د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي پور ورکولو له لارې بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکوي.

سرچينې زياته کړې، یاد صندوق  تر دې دمه ۱۱.۲ میلیارده افغانۍ پور تاييد کړی او دغه راز کرنیزو سوداګرو، د مالدارۍ ټولنو، د غواګانو د ساتنې، کبانو روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچو او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۶ میلیارده افغانۍ وېشلې دي.

همداراز له دغو خدمتونو په ۳۲ ولایتونو کې ۵۲زره او ۷۷۲ بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.