کابل(پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۹): د ناټو ملکي استازي د افغانستان له دفاع وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې افغان ځواکونه اوس بشپړ مسلکي شوي او ناټو له دغو ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد تېره ورځ د ناټو له ملکي استازي «اسټیفانو پونټیکورو» سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ناټو د مرستو په اړه خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت وزیر اسد الله خالد وویل چې اوس افغان امنیتي ځواکونه تر هر بل وخته په ښه موقعیت کې قرار لري، له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیت په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
دغه راز د ناټو ملکي استازي د افغان امنیتي ځواکونو هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل چې اوس دغه ځواکونه په بشپړه توګه مسلکي شوي.
هغه زیاته کړه چې ناټو له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او دوی په دې برخه کې ژمن دي.
د ملي دفاع وزیر د ناټو له مرستو مننه وکړه او د مرستو دوام یې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او اغېزمن اقدام وباله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP