Language

ملګري ملتونه: روان کال جګړو ۸۶زره افغانان بې کوره کړي

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۹): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره "اوچا" وایي چې د روان زېږدیز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې ۸۶زره افغانان د جګړو له امله بې کوره شوي دي.

د یادې ادارې له خوا د غبرګولي په ۳۱مه پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله  د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د افغانانو د زیانمنېدو لړۍ روانه ده.

سرچینې زیاته کړې چې د روان زېږدیز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر اوسه په ټول افغانستان کې ۸۶ زره افغانان بېځایه او بې کوره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دې کورنیو ډېرې یې د نا امنیو او غربت له امله نه دې توانېدلې بېرته خپلو مېینو ته ستنې شي.

د اوچا ادارې ویلي چې په  ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې هم په افغانستان کې ۲۴۵زره افغانان د نا امنیو او وچکالۍ له امله بېځآیه شوي وو چې له دې څخه ۱۱۱زره یې تر اوسه بېرته خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، سږ کال نږدې ۲۸۸زره افغانان له ایران او پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې له دې جملې څخه ۲۹۶زره یې له ایران څخه او ۱۷۰۰ نور له پاکستانه ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې سږ کال تر اوسه شپږ زره افغانان له ترکیې شړل شوي او یو شمېر نور افغانان له اروپایي هېوادونو افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د سرچینې په وینا، په افغانستان کې یو میلیون کسان اوس هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

login or register a new account.