Language

په نړۍ کې د کرونا له اته نیم میلیونه ناروغانو څخه څلور نیم میلیونه روغ شوي

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره  له اته نیم میلیونو اوښتې ده، خو له دې څخه څلور نیم میلیونه یې بېرته روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو اوس په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره له اته نیم میلیونو څخه اوښتې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تراوسه څه دپاسه څلور نیم میلیونه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې تراوسه له کرونا څخه ۴۵۰  زره کسان مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس دوه میلیونه او۲۷۵ زره کسان پرې اوخته او ۱۲۱  زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته یو میلیون کسان پرې اخته او ۴۸ زره کسان مړه شوي دي، دغه راز روسیه په درېیم مقام کې ده، هلته۵۶۹  زره کسان پرې اخته ، خو  یواځې څه دپاسه اووه نیم زره کسان مړه شوي دي.

تر یادو هېوادونو وروسته هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، هندوستان فرانسه، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه  څه دپاسه ۲۸ زره کسان پرې اخته، ۵۵۰ مړه او تراووه  زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.