کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ ۹۹) : د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او له طالبانو یې غوښتي چې اوربند ته غاړه کیږدي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له خوا د چنګاښ په لومړۍ نېټه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټینیو ګوټریز دا څرګندونې د افغانستان په اړه په خپل راپور کړي چې ټاکل شوې ده، د جون په ۲۵مه، یې د امنیت شورا ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړې چې روانو جګړو په افغانستان کې فقر، بېکاري، کډوالي او ناامني ډېره کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دغه راپور کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د هوکړې هرکلی هم کړی دی.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له مارچ میاشتې راهیسې جګړې او تاوتریخوالی ډېر شوی چې ورسره جوخت د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.
نوموړي پر طالبانو یو ځل بیا غږ کړی چې باید تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي.
سرمنشي د افغانستان وضعیت د جګړو او کرونا د خپرېدو له امله خراب بللی او هیله یې څرګنده کړې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي، جګړه ختمه شي او روان بحران پای ته ورسېږي.
login or register a new account.