کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۹) : د ا مریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د افغانستان د بهرنیو چارو نوماند وزیر حنیف اتمر ته د مبارکۍ په پیغام کې ژمنه کړې چې د بېلا بېلو ننګونو پر وړاندې به له افغانستان سره له نږدې کار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د مبارکۍ په هغه پیغام کې کړې دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نوماند وزیر حنیف اتمر ته یې لېږلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پیغام په کابل کې د امریکا د سفارت شازدافیر روس ویلسون پرون دوی ته سپارلی دی.
په دې پیغام کې مایک پومپیو ویلي : (( افغانستان به د حنیف اتمر له تجربو زیاته ګټه پورته کړي په ځانګړې توګه د سولې پروسه، د کرونا پر ضد مبارزه او د ترهګرۍ د ګواښونو پر مهال .))
هغه زیاته کړې چې امریکا به دیادو ګواښونو پر وړاندې له افغانستان او د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره له نږدې کر وکړي .
د پومپیو په وینا، ددواړو هېوادونو ترمنځ په بېلا بېلو برخو کې له نږدې څخه همکارۍ به د یادو ننګونو پر وړاندې ګټورې تمامې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د حنیف اتمر له تاکل کېدو سره به د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې شي.
login or register a new account.