کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ وسله وال فعالیتونه کړي، چې په پایله کې یې ۸۴۱ افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادې شورا له خوا د چنګاښ په ۲مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو په بریدونو کې ۲۹۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵۵۰ نورټپیان دي.
د سرچینې په وینا، دغه راز د طالبانو د بریدونو پر مهال تېره اوونۍ ۱۴۸ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي امنیت شورا وایي، په دې توګه دا په تېرو ۱۹ کلونو کې د تاوتریخوالي له اړخه تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه. دا اوونۍ په داسې حال کې تر ټولو خونړۍ ده، چې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د افغانانو خلاف به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به کار کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دې ډلې له خپلو ټولو ژمنو او د افغان دولت له خوا د ښه نیت په موخه د شویو فعالیتونو سره سره لا هم د افغان مسلمان وینې تویېدنه جاري ساتلې، په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي او د سولې لپاره یې هیڅ ښه نیت نه دی ښودلی.
سرچینې ویلي : (( د افغانستان دولت ته زموږ د خلکو خلاف روان تاوتریخوالی په هیڅ قیمت د منلو وړ نه دی او یو ځل بیا څرګندوي، چې دا حالت باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي او د سولې لپاره واقعي او مؤثر فعالیتونه پیل شي. د تاوتریخوالي له کمښت پرته د سولې راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.))
د ملي امنیت شورا ویلي، تاوتریخوالی او د افغان وژنې دوام په همدې ترتیب د هېواد په کور او کلي کې د طالب خلاف دښمني نوره هم غښتلې او د ملي پخلاینې او یو بل منلو پروسه خورا سخت او ستونزمن پړاو ته بیايي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.