Language

ولسمشرغنی : له ټاکلې مودې مخکې د امریکایي ځواکونو وتل د سولې پروسه زیانمنوي

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹): ولسمشر غني خبرداری ورکړی چې له ټاکلې مودې وړاندې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون مخکې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به د سولې پروسه اغېزمنه کړي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د ټیډ په نامه یوه امریکایي بنسټ سره د آنلاین خبرو پر مهال کړې دي.

ولسمشر په دې مرکه کې ویلي، چې طالبان د افغانستان د ټولنې یوه برخه ده او دا ډله هم باید ومني چې د افغانانو له غوښتنې پرته هیڅ نه شي کولی او یوې سیاسي حل لارې ته اړتیا ده.

اشرف غني ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت ته په پاملرنې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره زمینه برابرېدلی شي او دا به افغانستان د افغانانو په مالکیت د سولې مذاکراتو پر لور بوځي.

هغه ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې شدیدې جګړې کمې شوي خو لا هم د مرګ‌ ژوبلې کچه خورا لوړه ده: " هره ورځ د افغان نظامیانو د مړینې کچه په منځني ډول ۳۰ تر ۳۵ او د ټپیانو شمېر ۷۰ ته رسېږي".

د ولسمشر غني په وینا، د طالب بندیانو او حکومتي اسیرانو د خوشې کولو بهیر دوام لري او د سولې د مخامخ خبرو د ژر پیلېدو هیله یې ښودلې ده.

په آنلاین بڼه د دغې مرکې په یوې برخه کې ولسمشر غني ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شوی دی.

هغه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان لپاره نه، بلکې د امریکا لپاره د اندېښنې وړ مسئله بللې او ویلي یې دي چې امریکا باید په دې اړه اندېښمنه واوسي چې له افغانستان څخه یې د سرتېرو ایستل د هغوی د هېواد لپاره څه پایلې درلودلی شي.

د دوحې د تړون پر اساس امریکا په افغانستان د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را کم کړی او ټاکل شوې چې د دغه تړون د لاسلیک له نېټې څخه نیولې تر ۱۴ میاشتو پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ولسمشر غني دې ته په اشارې چې اوس افغان ځانګړي ځواکونه د سیمې په کچه په دویم ځای کې دي او د دغه هېواد هوايي ځواکونه هم درې برابره شوي، وویل چې دا ځواکونه اوس د امنیت ساتنې بشپړه وړتیا لري.

خو هغه خبرداری ورکړ چې له ټاکلې مودې وړاندې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون څخه مخکې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به د سولې پروسه اغېزمنه کړي.

login or register a new account.