Language

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹) : د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده.

 په افغانستان کې د یادې تولنې استازي رونالډ کوبیا د چنګاښ په ۷مه، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، سره له دې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې، خو په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د ده په خبره، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې روان تاوتریخوالی غندلی او په خبره یې د تاوتریخوالي اوسنی کچه دوی ته د منلو نه ده .

د نوموړي په وینا، د تاوتریخوالي دغه کچه به د سولې د بین الافغاني خبرو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال ده، چې د افغانستان حکومت هم تېره اوونۍ ویلي چې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې تر ټولو خونړۍ اوونۍ ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې په یوه اوونۍ نږدې زر تنه دولتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.