کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د قطر په پلازمینې دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر کې لیکلي چې ددوی د سیاسي دفتر مشر ملا برادر پرون ناوخته په دوحه کې د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان او مل پلاوي سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو خواوو په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو، سرحدي مسایلو، د افغانانو پر مشرۍ او مالکیت د بین الافغاني خبرو او د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د هغه په وینا، ملا برادر اخند له خاص استازي طاهریان څخه غوښتنه وکړه چې په ایران کې افغان کډوالو سره د اسلامي ورورګلوۍ تعامل وشي.
شاهین وایي، د بین الافغانی مذاکراتو په هکله ملابرادر وویل چې د توافقنامې ټولو مواردو ته ژمن دي، کله چې د دوی ټول بندیان راخوشي شي، نو دوی د بین الافغاني خبرو پیل ته چمتووالی لري .
د یادونې ده چې تراوسه د افغانستان حکومت د طالبانو شاوخوا څلور زره بندیان خوشې کړي، خو حکومت وایي چې طالبانو ټول شپږ نیم سوه بندیان خوشې کړي چې یو نیم سل یې ملکي وګړي دي.
login or register a new account.