Language

د ملي امنیت شورا: طالبانو د قطر تر تړون وروسته هره ورځ ۴۴ بریدونه کړي

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو د قطر تر تړون وروسته هره ورځ په منځنۍ کچه ۴۴ بریدونه کړي دي.

شاوخوا څلور میاشتې مخکې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ترڅنګ باید په افغانستان کې تاوتریخوالی هم کړای شي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي چې طالبانو نه یواځې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې زیات کړی یې دی او هره ورځ شاوخوا ۴۴ بریدونه کوي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو په دې بریدونو کې هره ورځ په اوسط ډول ۲۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند وایي، د دوحې د تړون بریالیتوب په دې کې دی چې طالبان ژر تر ژره تاوتریخوالی کم او د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته لاره هواره کړي.

بلخوا طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې  ستر خنډ د خپلو ټولو پنځو زرو بندیانو نه خلاصېدل په ګوته کوي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر پرون د امریکا او ایران استازو سره په اړیکو کې ویلي، هر کله چې د قطر د تړون له مخې د دوی ټول پنځه زره بندیان خوشې شي، نو دوی به بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د یادونې ده چې تراوسه د افغانستان حکومت د طالبانو شاوخوا څلور زره بندیان خوشې کړي دي، خو حکومت وایي چې طالبانو ټول شپږ نیم سوه بندیان خوشې کړي چې یونیم سل یې ملکي وګړي دي.

ملا برادر د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه ویلي چې د افغان حکومت د عسکرو له لوري د طالبانو په سیمو کې د نویو پوستو جوړول او د دوی له سیمو څخه د نظامي کاروانونو تېرول د بریدونو د زیاتوالي لامل ګرځېدلي دي.

login or register a new account.