Language

ملابرادر او مایک پومپیو د سولې د یو لړ موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹)  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر سره د  ویډیو کنفرانس له لارې د دوحې تړون پرتطبیق، د بهرنیو ځواکونو د وتلو او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر کې لیکلي چې د دوی مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او ورسره مل پلاوي یې پرون ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او پلاوي  سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې په دې ویډیویي تماس کې د دوحې د توافقنامې په تطبیق، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو پر وتلو، د بندیانو په خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو په پيل او د عملیاتو په کمښت بحث وشو.

د شاهین په وینا، په دې اړیکه کې ملا برادر ویلي، چې دوی د بین الافغاني خبرو پيل ته ژمن دي، لکه چې مخکې یې هم ویلي.

خو ملا برادر زیاته کړې چې د بندیانو په خلاصون کې ځنډ بین الافغاني خبرې ځنډولې دي.

دغه راز د افغان حکومت د عسکرو له لوري د طالبانو په سیمو کې د نویو پوستو جوړول او ددوی له سیمو څخه د نظامی کاروانونو تېرول د بریدونو د زیاتوالي لامل ګرځېدلي دي.

سرچينى زياتوى، ملا برادر آخند یادونه کړې چې د توافقنامې مطابق دوی چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکې او نورو هېوادونو د امنیت پر خلاف استعمال کړي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر ویلي، له افغانستانه د بهرنیو قواوو وتل باید د مهالوېش مطابق دوام وکړي.

شاهین همدا را ويلى، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ومنله چې طابان په ښارونو او لویو نظامي مراکزو  په حملو نه کولو سره د جګړې ګراف ټیټ کړی خو باید د ټولوجهتونو له خوا د جګړې ګراف نور هم کم شي.

د هغه په وینا، ددې اړیکې په پای کې ملا برادر اخند له پومپیو وغوښتل چې په امریکا کې بندي حاجي بشر او په ګوانتانامو کې پاتې افغان بندیان راخوشې کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په لوړه کچه دا اړیکه په داسې حال کې نیول شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د سیمې په سفر روان شوی دی.

هغه پرون ازبکستان ته تللی و او ټاکل شوې چې له دې وروسته اسلام اباد او دوحې ته هم ولاړشي او له افغان مشرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

login or register a new account.