کابل (پژواک،۱۱چنګاښ۹۹) : ولسمشر غني د لوګر ولایت لپاره د یوې ښځینه مرستیالې د ټاکلو وړاندیز منظور او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته یې دنده وسپارله چې د هغې د ګومارلو په برخه کې اقدام وکړي.
له ارګ څخه پژواک ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د ولایت مقام اساسي قانون تالار کې عمومي ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د سرچینې په خبره، په دې غونډه کې چې د علمای کرامو، مشرانو او متنفذینو، ځوانانو، ښځو، مدني ټولنو او بېلابېلو اقشارو استازو حضور درلود، لومړی د لوګر والي اجمل شاپور د هیواد جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په دې ولایت کې ډېر کارونه شوي، خو لا زیاتې پاملرنې او کار ته اړتیا ده.
هغه د امنیت تامین، د انکشافي پروژو تطبیق، د برېښنا مزو غځولو، د ښارګوټو او د ځمکو ستونزو د حل، د پل علم ښار د ماسټر پلان نهایي کولو، کرنیزو تولیداتو په ځانګړي ډول لبنیاتو ته د پاملرنې، د سړو خونو جوړولو، د دولتي ادارو د ظرفیت لوړولو او لوګر ولایت ته د دویمې درجې ولایت د تشکیل او امتیازاتو ورکولو ته چې وړاندې د جمهوررئیس له لوري منظور شوي دي، د پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته د لوګر ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي، مولوي اسدالله، د ښځو په استازیتوب نفیسه هجران، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو د وکیلانو په استازیتوب شاپور حسن زوی او د مشرانو او متنفذینو په استازیتوب محمد سالم کوچي خبرې وکړې او په مختلفو برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.
هغوی جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنیت تامین، علماوو او جوماتونو، ځوانانو ته د کارموندنې، د ښوونکو د ښارګوټي جوړولو، په مختلفو بنسټونو کې د لوګر ولایت د کادرونو ټاکلو، د لوګر پوهنتون د پوهنځیو زیاتولو، ښځو ته دپاملرنې او د هغوی د ستونزو حل، د سړکونو جوړولو، له ښځینه قشر څخه د ولایت مقام د یوې مرستیالې ټاکلو، ولسوالیو ته د پاملرنې، د ځمکو غصب مخنیوي، د لوی مېلمستون جوړولو، د هوایي ډګر د کار پیلولو، د مس عینک او نورو کانونو استخراج، د برېښنا انرژۍ تامین او د بندیانو خوشې کولو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه، مطرح کړل.
وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح خبرې وکړې او ویې وویل، د ګردېز ـ کابل لویې لارې امنیت باید تامین شي او له خلکو سره امنیتي تړون ولرو او همداراز د ازرې ولسوالۍ لاره باید نه یوازې جوړه، بلکې پرانیستل شي.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته، وویل، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ما خپل لومړنی سفر له لوګر ولایت څخه پیل کړ او ستاسو غوښتنو ته د پاملرنې ترڅنګ به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د مېلمستون جوړولو کار د ارګ د عملیاتي واحد له لوري پیل شي.
جمهوررئیس د لوګر ولایت لپاره د یوې ښځینه مرستیالې د ټاکلو وړاندیز منظور کړ او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته یې دنده وسپارله چې د هغې د ګمارلو په برخه کې اقدام وکړي.
د هیواد جمهوررئیس هغوی ته وویل، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مو د لومړیتوبونو پر اساس وړاندې کړئ او د لویو لارو د امنیت پر تامین سربېره باید د ټولو ولسوالیو امنیت هم تامین شي.
جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې د ستونزو او خنډونو د له منځه وړلو لپاره باید له خلکو سره لا زیات کار وشي وویل، غواړم چې لوګر بېرته د کابل په دروازه او کندو بدل شي.
جمهوررئیس غني وویل، د ټولو ولایتونو پر تشکیل بیاکتنه کېږي او د لوګر ولایت په ادارو کې باید د دې ولایت د ټولو ولسوالیو استازي حضور ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن