کابل (پژواک، ۱۱چنګاښ۹۹): د بلخ امنیتي مسوولین وايي چې د مزارشریف ښار د درېیمې حوزې په ساحه کې دوه پرله پسې چاودنې شوې دي چې ۱۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې وویل، څو شېبې وړاندې د مزارشریف په درېیمه حوزره کې د باران په نوم یوه هوټل ته څېرمه د دوو سړکونو ترمنځ په ګلدان کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې ۵ ملکیان یې ټپیان کړی دي.
دی وايي، د پېښې ځای ته د امنیتي ځواکونو په رسېدو سره سم بله چاودنه هم شوې چې یو تن یې وژلی او ۵ تنه پولیس یې ټپیان کړې دي.
په دې به اړه نور جزییات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP