ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار ښار کې د دوو چاودنو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په مزار ښار کې د دوو چاودنو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Jul 2020 - 22:02
په مزار ښار کې د دوو چاودنو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Jul 2020 - 22:02

کابل (پژواک، ۱۱چنګاښ۹۹): د بلخ امنیتي مسوولین وايي چې د مزارشریف ښار د درېیمې حوزې په ساحه کې دوه پرله پسې چاودنې شوې دي چې ۱۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې وویل، څو شېبې وړاندې د مزارشریف په درېیمه حوزره کې د باران په نوم یوه هوټل ته څېرمه د دوو سړکونو ترمنځ په ګلدان کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې ۵ ملکیان یې ټپیان کړی دي.   

دی وايي، د پېښې ځای ته د امنیتي ځواکونو په رسېدو سره سم بله چاودنه هم شوې چې یو تن یې وژلی او ۵ تنه پولیس یې ټپیان کړې دي.  

په دې به اړه نور جزییات وروسته خپاره شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.