کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وایي، د دوی موندنو ښودلې چې د هلمند په وروستۍ پېښه کې افغان ځواکونه ښکېل وو.
دوه ورځې مخکې د هلمند د سنګین ولسوالۍ د څارویو په دودیزه مېله کې د مرمیو لګېدو امله لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
وسله والو طالبانو ددغه برید مسوولیت پر دولت او دولت پر وسله والو طالبانو اچولی دی، خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
په کابل کې د یوناما له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددوی لومړنیو موندنو ښودلې چې یاد برید د افغان ځواکونو له خوا شوی و .
سرچینې زیاته کړې : (( بېلا بېلو سرچینو موږ ته ویلي چې د افغان ملي اردو ځواکونو د طالبانو د بریدونو په ځواب کې هلته د هاوان مرمۍ توغولې وې ، خو خپل هدف یې خطا او پر مېلې مرمۍ لګېدلې وې.))
ملګرو ملتونو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د ملکي وګړو په ساحو کې دې له جګړو او نښتو لاس واخلي.
یوناما ویلي چې د ملکي وګړو په سیمو کې جګړې هر کال د زرګونو ملکي وګړو ژوند اخلي .
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سنګین په پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې دوی د وروستیو ارقامو پر راټولولو لګیا دي.
ملګرو ملتونو له افغان حکومت څخه غوښتي چې د سنګین پېښې په اړه بې پرې پلټنې ترسره کړي ، یوناما چمتو ده چې د یادې پېښې په تړاو د حقایقو معلومولو په موخه له ټولو خواوو سره مرسته او همکاري وکړي.
بلخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پر دې پېښې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د هلمند ولایت مقام ویلي چې په دې پېښه کې ۲۳ تنه وژل شوي او شاوخوا۱۵ تنه ټپیان شوي، خو نورو سرچینو د مړو شمېره ۳۱ تنه ښودلې ده.
خو د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزی دا خبر ردوي او وایي چې دا برید ددوی له خوا نه دی شوی
login or register a new account.