کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر د ملکي وګړو د پراخ خوندیتوب او د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په درشل کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.
په کابل کې د یوناما دفتر له خوا د چنګاښ په ۱۲مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ په روانه میاشت کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په لړ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) پر ښکېلو غاړو ټینګار کوي چې د ملکي وګړو خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي او د دوحې د راتلونکو خبرو اترو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو او د انسانانو د ژوند ژغورنې په موخه جګړه کمه کړي.
د ملګرو ملتونو دفتر په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي د وروستیو پېښو په اړه اندېښمن دی چې په ترڅ کې یې د افغانستان د مدني ټولنې غړي په نښه شول.
یوناما ویلي، د مذهبي مشرانو، روغتیايي کارکوونکو، د عدلي او قضايي ادارو د غړو، د مدني ټولنې د فعالینو، د غیر حکومتي سازمانونو (انجیوګانو) او ژورنالېستانو پر ضد قصدي بریدونه زړه بوږنوونکي دي او د منلو نه دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه له چارواکو غواړي چې د بریدونو ترسره کوونکي حساب کتاب ته راکاږي او د مدني ټولنې له غوړېدونکي سکټور څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرالاینز ویلي: "د بېساري بین الافغاني خبرو اترو د پیل په درشل کې افغانان یو لړ زړور تصمیم نیولو او فوق العاده کار ته اړتیا لري. زه ښکېلې خواوې هڅوم چې د ملکیانو خوندیتوب او د تاوتریخوالي کمولو لپاره د بېړنیو او کلکو ګامونو په پورته کولو سره سولې ته خپله ژمنتیا په ډاګه او اړین بنسټ کېږدي."
هغې چې د یوناما مشره هم ده، زیاته کړې: "دلته یو شمېر شر غوښتونکي شته او نه غواړي چې جګړه پای ته ورسېږي. مهمه نه ده چې دوی د سولې بهیر د خنثی کولو لپاره کوم تاکتیک کاروي، خو دوی ته باید اجازه ورنه کړل شي چې بریالي شي."
په خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لومړنۍ موندنې ښيي چې د ملکیانو په وړاندې د قصدي بریدونو له کبله څه باندې ۸۰۰ ملکیان وژل شوي او ټپیان شوی دي.
یوناما تقریباً د دغو نیمايي ملکي تلفاتو (مرګ ژوبلې) مسوولیت طالبانو ته راجع کوي.
ملګري ملتونه یو ځل بیا ټینګار کوي هغه بریدونه چې په قصدي توګه د افغانستان ملکي وګړي په نښه کوي له نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده چې ممکن جنګي جرمونو وبلل شي.
یوناما په ملکي مېشتو سیمو کې د ځمکنیو نښتو پر مهال ملکي وګړو ته د غیر مستقیمو ډزو له امله دوامداره زیانونو اوښتلو ته پام راګرځوي چې د ۲۰۲۰ کال په دویمه ربع کې د ملکي تلفاتو شاوخوا ۲۵ سلنه جوړوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما لومړنۍ موندنې ښیي چې د جون په ۲۹مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې لسګونه ملکي تلفات د طالبانو د ډزو په ځواب کې د ملي اردو له خوا د توغول شوو هاوانونو په پایله کې هغه مهال رامنځته شو چې هاوانونه له ټاکل شوي هدف لرې په یوه ګڼه ګوڼه لرونکي بازار لیګېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن