شبرغان(پژواک،۱۳ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې د یوې وکیلې ورور نن غرمه مهال په شبرغان ښار کې د ناپېژانده وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شو
د جوزجان امنیه قوماندان سمونوال عبدالواحد " وجدان "وویل چې دغه پېښه نن غرمهال مهال دشبرغان ښار د هزارفامیلوته څېرمه رامنځته شوې.
ده زیاته کړه: (( حاجي اعجازالحق پرموټرسایکلشبرغان ښار ته روان و چې د یوه کس له لوري پر ډزو ووژل شو او یاد کس له سمې تښتېدلی دی.))
حاجي اعجازالحق په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو د استازې حلیمه " صدف کریمي ورور دی. "
امنیه قوماندان وویل چې پولیسو پنځه کسان د پېښې په تړاو نیولي دي.
هغه زیاته کړه چې د پېښې علت نه دی معلوم خو په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
د یاد وژل شوي کس یوه خپلوان فرزین " فهیمي " وايي چې حاجي اعجازالحق څو ورځې مخکې په شبرغان کې کوژده کړې وه او دوه ورځې مخکې شبرغان ته د خپلې د کوژدنې د لیدو لپاره تللی و.
فهیمي وویل چې اعجازالحق له چا سره شخصي دښمني نه درلوده.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست اداري مدیر قدرت الله " بختیار" وویل چې دوی ته نن یو جسد راوړل شوی و چې پر سرلګېدلی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن