ښرنه (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٩): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د لاريون کوونکو او پاکستاني ملېشه وو ترمنځ نښته کې درې لاريون کوونکي او درې پاکستاني مليشه ټپيان شوي دي.
د برمل ولسوالۍ د انګور اډې اوسېدونکي نورالله وزير په دې اړه پژواک ته وويل چې نن پاکستاني ملېشه وو دغه لار د مسافرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړه.
هغه وايي، زرګونه کسان له کرښې هاخوا منتظر وو چې خپل هېواد ته راواوړي، خو پاکستاني ملېشه وو يې پر وړاندې ستونزې جوړولې.
دى زياتوي: ((يو کس به په ٢٠ دقيقو کې را اوښته، له ډېرو خلکو سره زنانه، ماشومان او ناروغان و چې له امله يې د کرښې ديخوا خلکو په لاريون لاس پورې کړ.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، لاريون کوونکو پاکستاني ملېشه پر ډبرو و ويشتل چې له امله يې درې پاکستاني ملېشه ټپيان شول.
ده زياته کړه: ((وروسته پاکستاني ملېشه وو پر لاريون کوونکو ډزې وکړې چې له امله يې درې لاريون کوونکي هم ټپيان شوي دي.))
دغه راز يو تن لاريون کوونکي خاندار وزير هم د يادو کسانو ټپي کېدل تاييد کړل او ويې ويل که پاکستاني ملېشه د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې کمې نه کړي دوى به په لويو لاريونونو لاس پورې کړي.
هغه زياته کړه: ((زموږ مشران ورغلي ترڅو له پاکستاني ملېشه وو سره په دې تړاو خبرې وکړي.))
د پکتيکا حکومتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو په برمل ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د لاريون کوونکو او پاکستاني ملېشه وو ترمنځ نښته شوې ده.
ده وويل: ((دقيق راته معلوم نه دى، خو ځينې کسان ټپيان شوي دي.))
د يادونې ده چې د هېواد نورو دروازو په څېر د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه په برمل ولسوالۍ کې د انګور اډې لويه لار هم له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن