ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر موټر بم چاودنه کې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د لوګر موټر بم چاودنه کې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
30 Jul 2020 - 21:49
د لوګر موټر بم چاودنه کې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
30 Jul 2020 - 21:49

لومړی تعقیب – پل علم (پژواک، ۹ زمری ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې د  لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د ولایت مقام ته نږدې د موټر په وسیله چاودنه شوې ده چې له امله یې ۵۰  کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دلوګر د والي ویاند دیدار لونګ د زمري په ۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن تر ماښام وروسته دولایت مرکز اړنده د ولایت مقام ته نږدې ازادۍ چوک سره شوې ده.

هغه زیاته کړه چې چاودنه ډیره زوروره وه، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لونګ وایي چې مړي او ټپیان د ولایت مرکزي روغتون ته لیږدول شوی دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک ته وویل چې په دې چاودنه کې درې ملکیان او شپږ سرتیري وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان دي چې ټول یې ملکي وګړي دي.

د لوګر د ولايتي شورا ريیس حسيب الله ستانکزي وايي چي په پيښه کې تر ۴۰ ډير کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي چي د مرکزي روغتون سربيره د نايب امين الله خان ۳۰۰ بستريز روغتون ته وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو ویلي چې دوی په دې چاودنه کې لاس نه لري او بلې ډلې یې مسوولیت نه دی اخیستی.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.