کابل (پژواک، ۷ وږی ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي چې ترهګرۍ سره په مبازه کې ملي پولیسو ډیرې قربانۍ ورکړې دي.
د ملي امنیت سلاکار دغه څرګندونې پرون د ملي پولیسو د همغږۍ د نړیوال بورډ غونډه کې وکړې چې د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
په غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي او د یو شمېر هیوادونو د سفیرانو هم ګډون کړي وو.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پخپله وینا کې د تروریزم سره د مبارزې او د قانون په تطبیق کې د ملي پولیسو له قربانیو څخه ستاینه وکړه او وویل، چې د کورنیو چارو وزارت دلګښتونو په مدیریت اوسپما او دغه راز د ریفورم او اصلاحاتو په راوستو کې اغیزمن کارونه تر سره کړې دي.
دغه راز نوموړي د افغانستان د ملي پولیسو نه د نړیوالو شریکانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او وویل، د افغان ملي پولیسو د وضعیت د ښه والي او د تقویت په موخه لا زیاتو همکاریو ته اړتیا ده.
په دغه ناسته کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود انداربي وویل، چې ملي پولیسو د وضعیت د ښه والي او خدماتو د بهبود په موخه هر اړخیزې برنامې تر لاس لاندې دي، چې په دریو ځانګړو څانګو، د تاسیساتو او امکاناتو ساتل او مراقبت، د بشري ظرفیت د اړتیا پوره کول او د پولیسو د تیرو کارونو څېړلو باندې متمرکزې دي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په یادو مواردو کې له افغان ملي پولیسو څخه ملاتړ وکړي.
دغه راز د انګلستان سفیرې الیسن بلیک، د دغې برنامې د بیا پیل نه د خوښۍ تر څنګ وویل، چې د افغانستان او سولې دښمنان هڅه کوي چې لاسته راوړنې او پرمختګونه له خطر سره مخ کړي خو اړتیا ده چې ټول په ګډه سره د ښه والي او موخې ته د رسۍدو لپاره کار وکړي.
هغې زیاته کړه، چې هیواد یې په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو له راتګ او د حساب ورکونکي ادارې له جوړیدو څخه ملاتړ کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP