ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: وسله والو طالبانو د ګردېز- زرمت نوی جوړ شوی سړک پر بمونو الوځولی

حکومت: وسله والو طالبانو د ګردېز- زرمت نوی جوړ شوی سړک پر بمونو الوځولی

author avatar
30 Aug 2020 - 16:22
حکومت: وسله والو طالبانو د ګردېز- زرمت نوی جوړ شوی سړک پر بمونو الوځولی
author avatar
30 Aug 2020 - 16:22

ګردېز (پژواک، ۹ زمری ۹۹): د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ګردېز- زرمت نوی جوړ شوی سړک پر بمونو الوځولی دی.

د پکتيا د امنيې قومانداني وياند حيات الله نظامي د وږي په ٩مه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ګردېز اړوند په ابراهيم خېلو سيمه کې د دغه سړک يو پلچک او يوه برخه پر بمونو الوځولې ده.

نظامي زياته کړه چې همدارنګه له لرې سيمې د وسله والو طالبانو په ډزو د سړک جوړولو شرکت د اوبو يو ټانکر هم لګېدلی او خراب شوی دی.

نوموړي وويل: ((طالبانو د خپلو ورانکاريو په دوام تېره شپه د ګردېز-  زرمت تازه جوړ شوی سړک پر بمونو الوځولی. د دې سړک جوړېدل له کلونو د خلکو اساسي غوښتنه وه، خو طالبانو په خپل دې عمل بيا ثابته کړه چې هغه څوک چې د خلکو د هوساينې سبب ګرځي، دوی به يې تر وسه د مخنيوي هېڅ ډول هڅه درېغ نه کړي.))

د ياد سړک د جوړوونکي شرکت يو امنيتي مسوول عبدالله وايي چې په تېره شاوخوا يوه نيمه مياشت کې يې سړک او کارکوونکو ته خښ شوي نږدې ۲۰ ماينونه شنډ او درېیو ته يې چاودنه ورکړې چې د شرکت اړوند د سړک يو کس هم په کې ټپي شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((طالبان هر وخت کوشـش کوي چې د کارونو مخه ونيسي، بمونه هم ږدي او له نورو لارو هم کوشـش کوي، تېره شپه يې دا سړک په دې حال کړی دی.))

خلکو په ټولنيزو رسنيو کې د وسله والو طالبانو د دې چارې سخته غندنه کړې او ويلي يې دي چې ياده ډله د ټولګټو چارو د خنډ نه ګرځېدو په ادعا کې رښتيني نه ده.

د ګردېز یو اوسېدونکی سيد جلال وايي: ((دا خو له خلکو او افغانستان سره ښکاره دښمني ده، دا ښکاره خبره ده چې پردي خلک غواړي داسې تباهي وشي. د وطن داسې تباهي د افغان کار نه دی، بلکې خارجي مردود فرمايش دی. زموږ جدي غوښتنه دا ده چې د طالبانو مشران پر خپلو ځينو خبرو ودرېږي.))

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم ولري، خو تر دې دمه يې زموږ د پوښتنې په ځواب کې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.