کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۹۹): د افغان حکومت او پاکستاني پلاوي ترمنځ د شوې هوکړې له مخې تر دې وروسته به پاکستاني ځواکونه نور پر کونړ ولايت توغندويي بريدونه نه کوي.
له بهرنيو چارو وزارت څخه د وږي په ۱۱مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه نن د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان - پاکستان د عمل پلان ارزونې دويمه ناسته کې (APAPPS)وشوه.
په ياده ناسته کې د افغانستان بهرنیو چارو مرستیال میرویس ناب او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهيل محمود هم ګډون درلود.
سرچينه وايي چې په ياده ناسته کې پرېکړه وشوه چې تر دې وروسته پاکستاني پوځيان د افغانستان پر کونړ ولايت توغندويي بريدونه نه کوي.
د خبرپاڼې په حواله، که چېرې ورته عمل تکراريږي نو د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې به يې په اړه غونډه ترسره کيږي.
د خبرپاڼې له مخې، په سیاسي برخه کې هوکړه وشوه چې پاکستان له دیموکراتیک، سوله يیز، خپلواک او پياوړي افغانستان څخه ملاتړ کوي او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې د پیل غوښتنه کوي.
دغه راز دواړو خواوو د دوه اړخیزو ، درې اړخيزو او څو اړخيزو میکانیزمونو په کارولو او په بېلابېلو کچو دهمکاریو په زیاتولو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا لپاره د ګډ کار ژمنه هم وکړه.
پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې له اړوندو چارواکو سره په مشورې به په افغانستان کې د پاکستاني وېزو غوښتونکو مسله حل کړي او په دې برخه کې به نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې په اقتصادي برخه کې افغان لوري د پاکستان حکومت د وروستيو هلو ځلو هر کلى وکړ.
همداراز دواړه هېوادونه به په ګډه کار کوي ترڅو سوداګرۍ او ترانزیټ پياوړى او په دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.
د يادونې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهيل محمود د ٤٠ کسيز پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP