Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د یوه دېوال ړنګېدو پېښه کې اووه ماشومان ټپيان شوي

ګردېز (پژواک، ٢١ وږى٩٩): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د واده مراسمو پر مهال د يوه دېوال ړنګېدو پېښه کې اووه ماشومان ټپيان شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند يوسف حنيف د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د ګردېز د دويمې امنيتي حوزې اړوند د لوړ پوړيزو ودانيو په سيمه کې د واده په مراسمو کې يو دېوال غورځېدلى دى.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې اووه ماشومان تپيان شوي چې څلور نجونې دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان د پوليسو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او د د دوو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.