کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۹۹): امنیتي چارواکي وایي چې له امنیتي میثاق څخه موخه د ملېشو جوړول نه دي او د دغه پروګرام په چوکاټ کې به د لویو لارو د امنیت تامین لپاره له سیمه ییزو تقاعد شوو جنرالانو او نفوذي کسانو ګټه واخیستل شي.
د کورنیو چارو وزارت د روان کال د چنګاښ په ۲۴مه د امنیتي میثاق پروګرام اعلان کړ.
د دغه پروګرام له اعلان وروسته یو شمېر سرچینو پژواک خبري اژانس ته وویل چې خلکو ته د وسلو وېش د دغه پروګرام له برخې څخه دی، خو د کورنیو چارو وزارت چارواکو او د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر ټینګار کاوه چې دغه پروګرام د امنیت د ټينګښت لپاره د خلکو د يوځاى کولو په موخه طرحه شوی او د ملېشو جوړول او وسلې وېش د امنیتي میثاق برخه نه ده.
ولسي جرګې د امنیتي میثاق تر نامه لاندې د ملېشو جوړولو پروګرام په اړه د دغې جرګې د ځینو غړو د اندېښنو په دوام، نن د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست احمد ضیاء سراج او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي یادې جرګې ته ورغوښتي وو، خو له دغو درېیو کسانو؛ حمدالله محب د نن ورځې ناستې ته حاضر نه شو.
د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست احمد ضیاء سراج، د امنیتي میثاق له طرحې موخه د ژر امنیت د تامین له لپاره د هېواد د امنیتي او دفاعي قوتونو یو ځای کول وبلل او ويې ویل: «په دغه پروګرام کې د مسلح کولو په نوم هيڅ شی موجود نه دي، یو میل وسله چاته نه ده ورکړل شوې او نه ورکول کېږي، ټاکل شوې ده چې د دغه پروګرام په یوه برخه کې د کابل – پروان – لغمان – کابل – لوګر او کابل – میدان وردګ د لویو لارو د امنیت تامین لپاره د لویو لارو له شاوخوا خلکو ګټه واخیستل شي.
هغه زیاته کړه: «حتا دغه پروګرام مشخص شوی چې له چا مرسته اخیستلای شو، هغه جنرال صاحبان چې تقاعد شوي دي او کافي تجربې لري او له نفوذ لرونکو کسانو چې جرمي مخینه ونه لري، د امنیت په تامین کې برخه ورکول کېږي.»
سراج له جزيیاتو پرته وویل چې د امنیتي میثاق بودجه د درېیو امنیتي بنسټونو له خوا ورکول کېږي او کوم ځانګړی ساختار نه دی.
هغه یاد پروګرام د ښه امنیت د تامین لپاره د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت له قوتونو د ګټې اخیستنې لپاره یوه نقشه وبلله او ويې ویل چې د تبلیغاتي جګړې فضا بیخي ډېره ولیدل شوه او ځینې مهال پر حقیقتونو له پوهېدو مخکې د روانو جګړو تر تاثیر لاندې راځو، نه درېش زره کسان مسلح کېږي او نه دغه برنامه کومه ځانګړې بودجه لري.»
د ملي امنیت د ریاست سرپرست زیاته کړه چې امنیتي میثاق او ولسي پاڅونوال توپیر لري چې له څو کلونو راهیسې د ځینو سیمو د امنیت د تامین لپاره له ولسي پاڅون کوونکو ګټه اخیستل کېږي.
هغه د جرګې غړو ته په اشاره زیاته کړه: «که فکر کوئ چې له ولسي پاڅونوالو ملاتړ ملېشه جوړونه ده، موږ غواړه هغه قطعه کړو، خو د اروزګان وکیلان دې یو سند لاسلیک کړي چې که د اروزګان مرکز ترینکوټ د طالبانو په لاس سقوط وکړ، د هغو مشرانو مسوولیت دی چې نیوکه کوي، په ننګرهار کې د داعش ماتول له ولسي پاڅونوالو پرته ممکن نه وو، په دې شرط چې د ننګرهار وکیلان کتبي ووايي، مسوول موږ یو، موږ هغه قطعه کوو، همدا مهال په بدخشان، سرپل او ځینو نورو ولایتونو کې ولسي پاڅون کوونکي د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.»
د هغه په وینا، د ولسي پاڅونوالو د هرې ورځې قربانۍ ته په پام باید هغوی ته سپکاوی ونه شي، ځکه هغوی ته سپکاوی د دې سبب کيږي، څو هغوى خپله روحیه له لاسه ورکړي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وویل: «د امنیتي میثاق پروګرام، ملېشه جوړونه نه ده، زه د ملېشې جوړولو مخالف یم، یوه کس ته هم وسله نه ورکول کېږي.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP