ژبه

له کندهاره ۶۰۰ طوطیان کوېټ ته صادر شول

کندهار (پژواک، ۱۵ مرغومې ۱۴۰۳): د کندهار ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له یوه خصوصي ژوبڼ څخه ۶۰۰ «لاو‌بېرډ» طوطیان کوېټ هېواد ته صادر شول.

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه طوطيان د ناروغیو د خپرېدو مخنیوي په موخه ۱۵ ورځې قرنطین شوي او تر طبي معایناتو لاندي وو.

ده زیاته کړه، د قرنطین تر بشپړېدو وروسته، دغو طوطیانو ته د روغتیا نړۍوال سند (صحت سرټیفکیټ) ورکړل شو څو له نړۍوالو معیارونو سره سم د دوی د روغتیا تضمین وکړي.

حقمل د یادو طوطيانو د بیو او په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

د هغه په وینا، څه باندې یوه میاشت وړاندې هم د کندهار له همدې خصوصي ژوبڼ څخه ۳۰۰ لب ببرډ نسل طوطیان قطر هېواد ته صادر شوي وو.