Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې ١٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تالقان (پژواک، ٢٦ وږى ٩٩): د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د موټرسايکل بم چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د کلفګان ولسوالۍ جامع مدرسې ته څېرمه د موټرسايکل بم چاودنه شوې ده.

هغه وايي: ((دغه موټرسايکل وروسته له هغه چاودنه وکړه، کله چې پخوانى جهادي قوماندان جنرال خيرمحمد تيمور له دې سيمې څخه تېرېدو په حال کې و.))

د ده په وينا، چاودنه د ګاز دوکان ته څېرمه شوې چې وروسته د ګازو څو بالونونو هم چاودنې کړې دي.

دى وايي چې له دې پېښه کې جنرال خيرمحمد روغ وتلی خو دوه ملکي وګړي وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د يادې چاودنې له امله د کلفګان بازار ٢٠ هټۍ هم سوځېدلې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي لطف الله پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او څو هټۍ يې هم سوځولې دي.

دى وايي: ((پرون شاوخوا پنځه نيمې بجې چاودنه وشوه، ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.))

د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.