کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩) : په ولسي جرګه کې د اروزګان وکيل بسم الله جان محمد په کابل ښار کې له يوه وسله وال بريده روغ وتلى دى.
د هغه د کورنۍ يو تن غړي حاجي وحيدالله د وږي په ٣٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې دا بريد نن غرمه په شاوخوا دوولس نيمو بجو د کابل ښار ددارالامان پر سړک شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې يوه وسله وال تن د درالامان د قلعه علي مردان په سيمه کې د يوه دوکان له شا څخه پر وکيل ډزې وکړې.
حاجي وحيدالله وايي چې وکيل بسم الله جان له بريده روغ ووت، خو بريدګر په سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
خو د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي چې د کابل دارالامان سيمه کې داسې کومه پېښه نه ده شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن