کابل (پژواک، ۳ تله ۹۹): د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کانکور ازموینې پایلو اعلان سره سم، هغو کسانو ته چې لوړې نومرې یې ترلاسه کړې دي د ۱۲۰ بورسونو ورکول اعلان کړل او ويې ویل چې وزارت نه شي کولی د ستونزو له امله د دغه وزرات لپاره له لس سلنې ډېر غوښتونکي جذب کړي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عباس بصیر په هغو مراسمو کې چې نن په کابل کې د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په موخه جوړ شوي وو، اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د خپراوي له ستونزو سره سره دغه ازموینه په شفاف ډول ترسره شوه.
د هغه په وینا، د هېواد د لوړو زده کړو سیسټم له ننګونو سره مخ دی چې د لوړو زده کړو لپاره د ۱۰ سلنې ډېر غوښتونکي نه شی جذب کولای، خو هڅه کوي چې په راتلونکو کلونو کې د هېواد د لوړو زده کړو په سیسټم کې د جذب کچه لوړه کړي.
بصیر وايي چې د لوړو زده کړو لپاره د غوښتونکو جذبولو د کچې له لوړوالي سربېره، د لوړو زده کړو په کیفیت هم باید پانګونه وشي.
د هغه په خبره، د تحقيق په برخه کې پانګونه دغه هدف ته يوه د رسېدو له لارو څخه ده .
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل چې د هېواد د لوړو زده کړو نصاب باید مؤثر او د کورنیو او بهرنیو بازارونو له غوښتنو سره سم وي.
بصیر د یو بل لپاره د زغم او برداشت روحیه د تل پاتې سولې لپاره یوه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې دا مهمه مسئله باید د هېواد د لوړو زده کړو د سیسټم له لارې حل شي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاتوي چې دوی هڅه کوي د لوړو زده کړو لپاره د غوښتونکو تر منځ د سیالۍ فضا رامنځته کړي او د همدې موخې لپاره یې د هغو کسانو لپاره ۱۲۰ بورسونه پلان کړي چې د سږ کال د کانکور په آزموینه کې لوړې نومرې ترلاسه کړې دي.
هغه څرګنده کړه چې ټاکل شوې ده په راتلونکو کلونو کې دغه شمېر ډېر شي.
د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې شمسیه له کابله د ۳۵۳،۱۸۳ نومرو په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۹ کال د کانکور اول نومره او د طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.
دغه راز سرچینه زیاتوي چې د نعمت الله د ۳۵۳،۱۲۳ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې دویم او محمد مجتبی د ۳۵۰ نومرو په ترلاسه کولو د دغه کانکور درېیم نومره او دوړاه د طب پوهنځي ته بریالي شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP