Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې رييس: طالبان غزني کې د ښوونځيو جوړېدو ته اجازه نه ورکوي

غزني ښار (پژواک، ٩ تله ٩٩): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې د ښوونځيو جوړېدو ته اجازه نه ورکوي، بل لورته طالبان هم په مشروط ډول دغه مسئله تاييدوي.

د غزني د پوهنې رييس محب الرحمن انصار پژواک خبري اژانس ته وويل چې له مرکز څخه دغه ولايت ته د ښوونځيو د جوړېدو لپاره پيسې رسېدلې دي.

خو زياتوي چې له څه مودې راهيسې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې د ښوونځيو جوړېدو ته اجازه نه ورکوي.

هغه وايي: ((ما ډېر کوښښونه وکړل چې له طالبانو څخه د دغه کار اجازه واخلم، خو تر اوسه يې د مکتبونو د جوړولو اجازه نه ده راکړې.))

د انصار د معلوماتو له مخې، په دې اړه يې څو ځلې قومي مشران هم طالبانو ته ورلېږلي، خو هغوى د ښوونځيو د جوړولو اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي په خواشينۍ سره وويل: ((که چېرې طالبان د ښوونځيو جوړېدو ته اجازه ور نه کړي، راغلي پيسې به بېرته مرکز ته واستول شي او د غزني ښوونځي به يو ځل بيا بې ودانۍ پاتې شي.))

دغه راز په غزني کې يو تن قومي مشر حاجي محمد نعيم پژواک ته وويل چې د ښوونځيو د جوړلو په اړه يې څو ځلې طالبانو ته مراجعه کړې ده خو هغوى ورسره نه ده منلې.

دى وايي:((څو ځلې طالبانو ته ولاړو، حتى د کويټې شورا ته ورغلو خو د طالبانو ځواب دا و چې ودانۍ به نه جوړوي او د دغه کار لپاره اجازه نشته دى.))

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل،که چېرې د ښوونځيو د جوړولو شرکتونه د طالبانو د موسساتو له کمېسيون څخه د ښوونځيو د جوړولو اجازه واخلي، دوى يې له جوړولو سره هيڅ ډول مخالفت نه کوي.

هغه وايي: ((که چېرې دوى زموږ د موسساتو د کمېسيون اجازه نامه ونه لري بيا دوى په خپله خوښه په خراب کيفيت ودانۍ جوړوي چې بيا د ژمي په موسم او يا هم د زلزلې پرمهال له منځه ځي، نو اول بايد اجازه واخلي او بيا کار شروع کړي.))

ده وويل، په کراتو ليدل شوي چې د ښوونځيو او نورو ودانيو په جوړولو کې فساد شوى او په بې کېفيته توګه يې چارې ترسره شوې دي.

د يادونې ده چې غزني ته د ١١٣ ښوونځيو د ودانيو د جوړولو وړانديز منظور شوى، پيسې يې هم ورغلې دي، خو له دې شمېر څخه يواځې د غزني ښار په مربوطاتو کې ١٢ ښوونځي جوړ شوي او د ١٢ نورو د جوړلو چارې روانې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.