تالقان (پژواک، ١٣ تله ٩٩): د تخار ولایت په مربوطاتو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې له امله د تالقان- کابل لويه لار د خلکو پر مخ تړل شوې او لس ملکي وګړي هم په کې ټپيان شوي دي.
د تخار د مسوولينو په وينا، طالبانو په همدې سيمه کې دوه پلونه پر بمونو الوځولي او د لارې د تړل کېدو له امله دواړو لورو ته سلګونه موټر ولاړ دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار د تخار- کابل لويې لارې د قبر قاضي په سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
د هغه په وينا، جګړه اوس هم روانه ده چې له امله يې د تالقان- کابل لويه لار تړل شوې ده.
هغه زياته کړه: ((دواړو خواوو ته سلګونه موټر د جګړې د پاى په انتظار کې ولاړ دي، طالبانو په همدې سيمه کې دوه پلونه هم پر بمونو الوځولي څو د حکومتي ځواکونو د اکمال لار وتړل شي.))
د اسير د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې تر اوسه د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې شمېره نه ده په ډاګه شوې خو لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دغه راز د يادې لارې د قلبرس سيمې اوسېدونکي حکمت پژواک ته وويل چې طالبانو په قبر قاضي سيمه کې د پاڅونوالو پر پوستو بريدونه کړي دي.
دى وايي: ((درې ورځې کېږي چې دلته جګړه روانه ده، لار بنده ده خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.))
د حکمت په وينا، د يادې لارې په اوږدو کې د حکومتي ځواکونو پوستې نشته، خو څو چې چاڼيز عمليات ترسره نه شي او پوستې بېرته جوړې نه شي، دا لار به همداسې نا امنه او د خلکو پر مخ تړلې وي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د جنايي پېښو ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن