غزني ښار (پژواک، ١٤ تله ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت د ده يک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون اووه کسان په هوايي برید کې وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د ده يک ولسوالۍ په شهاب الدين سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي: ((د دغو عملياتو په لړ کې هوايي ځواکونو د ده يک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال حضرت خالد موټر په نښه کړى چې په ترڅ کې يې د خالد په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.))
د نوموړي په وينا، په يادو وژل شوو کې درې د کندهار او پاتې نور د غزني اوسېدونکي دي.
د جمعه زاده د معلوماتو له مخې چې په عملياتو کې د طالبانو يو فيلډر موټر، وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
ده زياته کړه په یادو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېرى وخت جګړې وي.
ده وويل: ((د بريد په اړه دقيق معلومات نه لرم، خو زياتره وخت دلته جنګونه وي، خلک سخت په تشويش کې دي.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP