ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولين: وسله والو سيدکرم ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې انتن ويجاړ کړی

مسوولين: وسله والو سيدکرم ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې انتن ويجاړ کړی

author avatar
5 Oct 2020 - 14:50
مسوولين: وسله والو سيدکرم ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې انتن ويجاړ کړی
author avatar
5 Oct 2020 - 14:50

ګردېز (پژواک، ۱۴ تله ۹۹): سيمه ييز مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې يو انتن ويجاړ او ډېر توکي يې له ځان سره وړي دي.

د سيد کرم ولسوال محمدشريف کليوال د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد انتن تېره شپه د دې ولسوالۍ په چينو سيمه کې له منځه وړل شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((متاسفانه وسله والو طالبانو دا شبکه په چينو سيمه کې ويجاړه او ټول توکي يې له ځان سره وړي دي. پوليسو ته هيڅ اطلاع نه ده رسېدلې او پايه يې سوځولې هم نه ده، سامان يې ترې وړی او پايه يې چپه او ماته کړې ده.))

د پکتيا د مخابراتو رييس عبدالله توتاخېل اندېښمن دی او په پرله پسې ډول د مخابراتي انتنونو تخريب او توکي يې د مخالفينو له خوا وړل د خطر زنګ بولي.

توتاخېل پژواک ته وويل: ((بدبختانه وسله والو مخالفينو د سلام شبکې يو بل انتن نن په سيدکرم ولسوالۍ کې له منځه وړی دی، په دې هر سايټ له لس ميليونه افغانيو ډېر مصرف کيږي، خو په داسې اساني يې تخريب او بيا يې سامانونه له ځان سره په موټر کې وړل بېخي د تشويش او حيرانۍ خبره ده.))

پکتيا کې د سلام مخابراتي شبکې مسوول انجنير عبدالرحيم عابد وايي چې د ياد سايټ په جوړولو شاوخوا ۱۷۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی و، خو وسله والو طالبانو ويجاړ او کابو ټول توکي يې له ځان سره وړي دي.

عابد زياتوي چې د دوی خدمتونه عمومي او د خلکو لپاره دي او د وسله والو طالبانو هغه ادعا يوه پلمه بولي، چې ګواکې له دې لارې يې معلومات ټوليږي يا يې موقعيت معلوميږي.

د حاجي ولي په نوم يو تن چې دا انتن يې په باغ کې ولاړ و، پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان د شپې شاوخوا يوولس بجې د زينې په واسطه باغ ته ور اوښتي، د کورنۍ له غړو يې موبايلونه ټول کړي او پايه يې ويجاړه کړې ده.

ولي وايي: ((پايه يې چپه کړې، نور ټول شيان يې له باغ نه باسلي او باندې يې په خپلو موټرونو کې بار کړي دي.))

د يادونې ده چې تېره ورځ هم وسله والو طالبانو په ميرزکې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې يو انتن سوځولی او ډېر توکي يې له ځان سره وړي وو.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.