کندهار (پژواک، ۲٢ تله ۹۹): د کندهار د رېګستان ولسوالۍ اوسېدونکی ۷۰ کلن نورمحمد اکا چې کلونه مخکې د جګړې او ناامنۍ له امله بې کوره شوی، د سولې په ارمان دی او غواړي بېرته خپلې ولسوالۍ او خپل کلي ته ستون شي.
نوموړی چې د کندهار د کډوالو چارو په ریاست کې مرستې ترلاسه کولو ته انتظار و، څېرې یې د سرګردانه او ترخه ژوند کیسه کوله.
هغه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، شاوخوا ۱۵ کلونه مخکې چې په رېګستان ولسوالۍ کې حالات خراب شول، جګړې او ناامنۍ پیل شوې، کډې کولو ته اړ شو، خپل هر څه یې پرېښودل او یوازې یې سرونه سلامت وویستل.
دی وايي، له رېګستان ولسوالۍ څخه یې د میوند ولسوالۍ ښامیر کلا سیمې ته کډه وکړه، څه موده یې هلته تېره کړه خو جګړې هلته هم ارام ته پرېنښود او بالاخره اړ شو چې له خپلې کورنۍ سره د ژیړۍ ولسوالۍ دښت سیمې ته راکډه شي.
د اکا په خبره، کلونه کېږي چې په یاده سیمه کې له خپلې ۳۵ کسیزې کورنۍ سره سرګردانه ژوند تېروي.
د ده په خبره، د هغه او د ورور په دې ۳۵ کسیزه کورنۍ کې د ګټې وټې یوازې ۳ ځوانان دي چې شپه او ورځ له کوره په کار پسې ورک وي خو بیا هم کار نه شي موندلای.
هغه وايي، د جګړې د ناخوالو کیسه وکړه چې څنګه یې د دوی ژوند تریخ کړی: ((په رېګستان ولسوالۍ کې مو ښه ژوند درلود، څاروي مو ساتل او له دې لارې مو خپله ګوزاره کوله، خو جګړې هر څه راڅخه واخیستل، خپل کور او کلی مو پرېښود، څاروي مو په نیمه بیه وپلورل او د میوند ولسوالۍ ښامیر کلا ته را کډه شوو.))
د ده په خبره، په ښامیر کلا کې یې یو کال نه و تېر کړی چې هلته هم جګړې پیل شوې او دی یې بیا کډې کولو ته اړ کړ.
نور محمد اکا زیاته کړه، ((کلونه مخکې یوه شپه د پولیسو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه پیل شوه، موږ د جګړې په منځ کې ایسار وو، ز ما مېرمن او د ورور مې څلور اولادونه ټپیان شول، ان د کور لوښي مو هم په مرمۍ سوري سوري شول، په هماغه شپه له هغه ځایه ووتلو او خپل ټپیان مو تر کندهار ښاره را ورسول.))
دی وايي، له دې پېښې وروسته بیا میوند ته ستانه نه شول او د کندهار په نږدې ولسوالۍ ژیړۍ کې يې استوګنه غوره کړه.
د ده په وینا، کلونه کېږي د ژېړۍ په دښت کې په دې هیله سرګردانه ژوند تېروي چې یوه ورځ به سوله راځي او دوی به بیرته خپل کور او کلي ته ستنېږي.
هغه وویل، نور له دغه ژونده تنګ شوی غواړي بیرته خپل تېر ته ستون شي خو دا کار هله ممکن دی چې جګړه ودرېږي او سوله راشي.
د جګړې له امله دغه بې ځليه شوي سپين ږيري د جګړې پر ښکېلو غاړو، په ځانګړې توګه پر طالبانو غږ کوي چې پر خپلو وطنوالو زړه وسوځوي او سوله وکړي.
د ده په خبره، طالبان دې د هغو خلکو د ژوند سختو ته وګوري چې د جګړې او د دوی د ماینونو له امله کډوال شوي، نر، ښځه او ماشوم یې فقر ته مجبور شوي دی.
دی وايي: ((سولې ته مې د بل هر افغان په څېر امیدواري ډېره شوې وه خو چې بیا پیل شوو جګړو او د خلکو بې کوره کېدو ته ګورم، نو بیا نا امیده شم، اخر دا جنګ به تر کومه روان وي؟ تر کومه به وژل کېږو؟ که طالبان رښتیا د سولې اراده لري نو جګړه یې بېرته ولې پیل کړه؟))
د ده په خبره، نور له خپل کور او کلي څخه لرې د کډوالۍ له ژونده بېزاره شوی، کار او روزګار خو هسې هم نه پیدا کېږي، که د مرستندویه ادارو مرستې نه وي، دی او د ده په څېر زرګونه کډوال له لوږې او ان له مرګ سره مخ دي.
هغه له ډېره درده وویل، شپه او ورځ د سولې راتلو دعاوې کوي خو دعاوې یې هم نه قبلېږي.
دا یوازې نورمحمد اکا نه دی چې د جګړې او ناامنۍ له امله کډوال شوی، بلکې په تېرو شلو کلونو کې لسګونه زره کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
په دې وروستیو میاشتو کې د کندهار له ناامنو ولسوالیو او له هلمند او ارزوګان ولایتونو څخه تازه سلګونه کورنۍ د کندهار امنو ولسوالیو او کندهار ښار ته کډوالې شوي دي.
عبدالواسع هغه کس دی چې له خپلې اووه کسیزې کورنۍ سره یو ځای تازه د اروزګان له ګیزاب ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته کډوال شوی او دلته یې په یوه نیمه جوړ کور کې اړولي دي.
نوموړي پژواک ته وویل، د میلیونونو افغانانو په څېر د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل کېدو ته خوشحاله و او په دې هیله و چې اوربند به وشي او جګړه به د تل لپاره ودرېږي خو له بده مرغه د دوی په ولسوالۍ کې نوې جګړې پیل شوې او دوی یې له خپل کور څخه وتلو ته اړ کړ.
نوموړي سوړ اسوېلی وکیښ او زیاته یې کړه، که طالبان او حکومتي لوری رښتیا هم سوله کوي نو بیا د جګړې شدت او په ځینو سیمو کې د نوو جګړو پیلول د څه لپاره دي؟
هغه وویل، کندهار ته له بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو زرګونو کورنیو پناه راوړې چې په جګړو او هوايي بریدونو کې یې کورونه ویجاړ شوي خو دلته هم له کړاوه ډک ژوند تېروي، اخر دا حالت به تر کومې روان وي.
نوموړی وايي، تر هغه چې سوله نه وي راغلې د ولس ستونزې پای نه مومي.
هغه پر طالبانو او حکومت غږ وکړ چې روانه ناولې جګړه ودروي او د ولس پر حال زړه وسوځوي.
یو بل کډوال محمد نسیم چې د وروستیو جګړو له امله له میوند ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راغلی، وايي دوی غواړي چې په سیمو کې یې امن راشي او بیرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
د ده په خبره، له حکومت او طالبانو بل هیڅ نه غواړي یوازینۍ هیله یې دا ده چې خپلمنځي سوله وکړي او جګړه ودروي.
د کندهار د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې په تخمیني توګه له ۷۰ تر ۸۵ زره کورنۍ د جګړو او ناامنیو له امله کندهار ته راغلي او دلته مېشتې شوي دي.
دغو کورنیو د هلمند او ارزوګان په ګډون د هېواد له اتلسو ولایتونو او د کندهار له ۱۰ ناامنو ولسوالیو څخه د جګړې له امله کندهار ښار ته پناه راوړې ده.
خو د دغه ریاست چارواکي خبرداری ورکوي چې د دغه ولایت او شاوخوا ولایتونو وروستي امنیتي وضعیت ته په کتو سږ کال ښايي ۱۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شي.
د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د کندهار له ناامنو ولسوالیو او له هلمند او ارزوګان ولایتونو څخه تازه سلګونه کورنۍ د کندهار امنو ولسوالیو او کندهار ښار ته کډوالې شوي دي.
دی وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کندهار له شاولیکوټ ولسوالۍ څخه ۲۵۰ کورنۍ، له میوند ولسوالۍ څخه ۸۰۰ کورنۍ او د اروزګان له ګیزاب ولسوالۍ څخه لسګونه کورنۍ د کندهار امنو ولسوالیو ژیړۍ او پنجوايي او کندهار ښار ته کډوالې شوي دي.
د نوموړي په وینا، دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبري پیل شوې او خلک یې ښو پایلو ته په تمه وو.
د ده په وینا، خلک نور د سولې په ارمان دي او غواړي بیرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن