ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کروندګر: د جګړو له امله خپل حاصلات نه شو ټولولى

د بلخ کروندګر: د جګړو له امله خپل حاصلات نه شو ټولولى

author avatar
13 Oct 2020 - 17:24
د بلخ کروندګر: د جګړو له امله خپل حاصلات نه شو ټولولى
author avatar
13 Oct 2020 - 17:24

مزارشريف ( پژواک، ۲۲تله ۹۹) : د بلخ ولايت د يو شمېر نا امنه ولسواليو اوسېدونکي شکايت کوي چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د نښتو له امله دوی نه شي کولی، چې د خپلو ځمکو رسېدلي حاصلات راټول کړي.

دوی وايي، چې په ځمکو کې يې د پنبې، پاليزونو، کونځلو او ميوو حاصلات رسېدلي؛ خو راټولول يې ورته ستونزمن دي.

دغه خلک د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غواړي، چې تاوتريخوالی کم کړي او عام خلک خپل کاروبار ته پرېږدي.

د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر حاجی محمد اکرام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جنګ يو لوری هم په عامو خلکو باندې صرفه نه کوي.

هغه زياته کړه، چې طالبان راځي د خلکو په کورونو کې ځای نيسي، ډوډۍ خوري او دولتي ځواکونه يې په مقابل کې د عامو خلکو د استوګنې سيمې په توپونو او درنو وسلو ولي.

دغه قومي مشر وايي: (( زموږ له هيچا سره زور برابر نه دی، طالبان راځي، ډوډۍ رانه خوري او عسکر بيا راته وايي، چې ولې ډوډۍ ورکوې او رټي مې. زه غريب سړی د دوو وسله والو ډلو منځ کې خراب يم)).

د هغه په وينا، نه د دې زور لري، چې له خپلو سيمو څخه طالبان وباسي او نه هم ددې توانايي لري، چې کلي ته د حکومت د ورتګ مخنيوی وکړي.

نوموړي د بلخ پر سيمه ييزې ادارې هم نيوکه وکړه، چې بار بار دوی د خپلو ستونزو د حل په موخه مراجعه ورته کړې؛ خو تر اوسه په دې برخه کې اغېزمن ګام نه دی پورته شوی.

د بلخ ولسوالۍ قومي مشر محمد جان پژواک ته وويل، چې د امنيتی ځواکونو د ړندو عملياتو له امله خلک تر پوزې راغلي دي.

د هغه په خبره، پخوا به عامو خلکو د شپې له خوا په خپلو کروندو کې کار نه شو کولی؛ خو اوس د ورځې هم دوی د جنګ او ډزو له امله کار ته نه پرېښودل کېږي.

نوموړي وويل: (( د خدای لپاره په خپلو ځمکو کې کار نه شو کولی، فصلونه مو رسېدلي، په رڼو سترګو ورته ګورو، فصل خرابېږي؛ خو ټولولی يې نه شو، که وړاندې ورشو؛ نو وېرېږو چې په لاره کې ماين نه وي او يا هم له پوستې راباندې ډزې ونه شي)).

هغه وايي، د بلخ ولايتي شورا، ولايت مقام او د ولسوالۍ امنيه قومانداني ته يې څوځله شکايت کړی؛ خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.