منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ کروندګر: د جګړو له امله خپل حاصلات نه شو ټولولى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

مزارشريف ( پژواک، ۲۲تله ۹۹) : د بلخ ولايت د يو شمېر نا امنه ولسواليو اوسېدونکي شکايت کوي چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د نښتو له امله دوی نه شي کولی، چې د خپلو ځمکو رسېدلي حاصلات راټول کړي.

دوی وايي، چې په ځمکو کې يې د پنبې، پاليزونو، کونځلو او ميوو حاصلات رسېدلي؛ خو راټولول يې ورته ستونزمن دي.

دغه خلک د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غواړي، چې تاوتريخوالی کم کړي او عام خلک خپل کاروبار ته پرېږدي.

د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر حاجی محمد اکرام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جنګ يو لوری هم په عامو خلکو باندې صرفه نه کوي.

هغه زياته کړه، چې طالبان راځي د خلکو په کورونو کې ځای نيسي، ډوډۍ خوري او دولتي ځواکونه يې په مقابل کې د عامو خلکو د استوګنې سيمې په توپونو او درنو وسلو ولي.

دغه قومي مشر وايي: (( زموږ له هيچا سره زور برابر نه دی، طالبان راځي، ډوډۍ رانه خوري او عسکر بيا راته وايي، چې ولې ډوډۍ ورکوې او رټي مې. زه غريب سړی د دوو وسله والو ډلو منځ کې خراب يم)).

د هغه په وينا، نه د دې زور لري، چې له خپلو سيمو څخه طالبان وباسي او نه هم ددې توانايي لري، چې کلي ته د حکومت د ورتګ مخنيوی وکړي.

نوموړي د بلخ پر سيمه ييزې ادارې هم نيوکه وکړه، چې بار بار دوی د خپلو ستونزو د حل په موخه مراجعه ورته کړې؛ خو تر اوسه په دې برخه کې اغېزمن ګام نه دی پورته شوی.

د بلخ ولسوالۍ قومي مشر محمد جان پژواک ته وويل، چې د امنيتی ځواکونو د ړندو عملياتو له امله خلک تر پوزې راغلي دي.

د هغه په خبره، پخوا به عامو خلکو د شپې له خوا په خپلو کروندو کې کار نه شو کولی؛ خو اوس د ورځې هم دوی د جنګ او ډزو له امله کار ته نه پرېښودل کېږي.

نوموړي وويل: (( د خدای لپاره په خپلو ځمکو کې کار نه شو کولی، فصلونه مو رسېدلي، په رڼو سترګو ورته ګورو، فصل خرابېږي؛ خو ټولولی يې نه شو، که وړاندې ورشو؛ نو وېرېږو چې په لاره کې ماين نه وي او يا هم له پوستې راباندې ډزې ونه شي)).

هغه وايي، د بلخ ولايتي شورا، ولايت مقام او د ولسوالۍ امنيه قومانداني ته يې څوځله شکايت کړی؛ خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر محمد صابر پژواک ته وويل، چې هره شپه د دولتي پوستو له خوا د دوی پر سيمو باندې د ډيسي توپونو مرمۍ ورول کېږي.

نوموړی وايي، چې طالبان کلي ته راشي، پر پوستې ډزې وکړي او بيا بېرته وتښتي؛ خو ياده سيمه بيا د څو ساعتونو لپاره تر اور لاندې وي.

هغه وويل: (( همدا تېره اوونۍ زما د ورور پر کور د هاوان ګولۍ ولګېده، يوه مېرمن په کې ړنده شوه، دوه په کې ټپيانې شوې، چې د يوې دواړه پښې هم پرې شوې، دغه حالت هره ورځ روان وي، نه پوهيږو چېرته او چاته ورشو)).

هغه د حکومت او طالبانو تر منځ روانو خبرو ته ډېر خوشبين نه دی؛ خو بيا هم غوښتنه کوي چې دواړه لوري بايد له جګړې او تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم له پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه، چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې خلک د جګړو له امله زيانمن شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغه فصل کې خلک له خپل ځمکو څخه پاخه شوي فصلونه راټولوي، چې د جګړې له امله خلکو ته پراخ زيانونه اوښتي دي.

حديد زياتوي، چې د چهاربولک او بلخ ولسواليو خلکو ولايتي شورا ته هم شکايت کړی دی.

نوموړي وويل: (( د چهاربولک او بلخ ولسواليو خلک ماته هم په شکايت راغلي وو، واقعيت دا دی چې هلته جګړه روانه ده او دا ښکاره خبره ده چې زيانونه يې عامو خلکو ته رسېږي، خو ما دغو خلکو سره ژمنه وکړه، چې د ستونزو په حل کې به ورسره مرسته کوم)).

د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، چې د بلخ له والي او امنيتي چارواکو سره به د دغو خلکو شکايتونه شريکوي او د حل لپاره به يې يو کار کېږي.

حديد زياتوي، چې د سولې خبرو په پيل کېدو سره د هېواد د نورو ولايتونو په څېر بلخ کې هم د نا امنيو او جګړو کچه لوړه شوې ده.

په ورته مهال بيا شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي له خپل اړخه عامو خلکو ته د زيان اوښتو خبره ردوي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې امنيتي ځواکونه تل هڅه کوي څو د عملياتو او جګړو پر مهال خلکو ته زيان وانوړي.

له دې وړاندې طالبانو هم له خپل لوري عامو خلکو ته د زيان اړولو ادعا بې بنسټه بللې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه