ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې لس کيلومتره سړک جوړېږي

پکتيا کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې لس کيلومتره سړک جوړېږي

author avatar
17 Oct 2020 - 16:35
پکتيا کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې لس کيلومتره سړک جوړېږي
author avatar
17 Oct 2020 - 16:35

ګردېز (پژواک، ٢٦ تله ٩٩): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د ٣٤٧ ميليونه افغانيو په لګښت د لس کيلومتره سړک پخولو چارې پيل شوې چې د کار څارنه به يې طالبان ترسره کوي.

د اړوندو مسوولينو په وينا، د دغه سړک لګښت د افغانستان د ترانسپورټ وزارت له لوري د نړيوال بانک په همکارۍ ورکول کېږي.

د يادې پروژې يوه مسوول انجنير شکيل د تلې په ٢٦مه د يادې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې پژواک ته وويل چې د لس کيلومتره سړک جوړولو یاده پروژه د زرمت ولسوالۍ اړوند د کولال ګو په سيمه کې چې د طالبانو په کنټرول کې ده، پلې کيږي.

هغه وايي چې د دغه سړک لګښت (٣٤٧ ميليونه افغانۍ) د افغانستان د ترانسپورټ وزارت له لوري د نړيوال بانک په همکارۍ ورکول کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د جوړېدو چارې به د يوه نيم کال په موده کې بشپړې شي.

د زرمت ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک ګل داد وويل چې دغه سړک د طالبانو تر واک لاندې سيمه کې جوړېږي او چارې يې هم د هغوى له لوري څارل کېږي.

دغه راز يو بل قومي مشر مولوي سيف الله وويل چې طالبان هم بايد د ټولګټو پروژو په چارو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

ده زياته کړه: ((د سړک جوړېدو ته ډېر خوښ يو، په تېرو ١٩ کلونو کې دلته يو پروژه هم نه ده عملي شوې.))

په همدې سيمه کې د وسله والو طالبانو يوه مسوول د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې دغه سړک د دوى تر کنټرول لاندې سيمه کې جوړېږي او د چارو څارنه يې هم د دوى له لوري ترسره کېږي.

هغه په دې اړه د نورو خبرولو له کولو ډډه وکړه.

د پکتیا د ټولګټو چارو ريیس انجنیر محمد رحیم وايي چې وسله والو طالبانو اړوند شرکت ته د کار کولو اجازه ورکړې او د سړک لومړني کارونه پیل شوي دي.

رحیم وویل چې دغه سړک د ګردېز ــ زرمت د شاوخوا ۲۷ کیلومتره سړک دويمه برخه ده چې په ۱۸ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.