تالقان (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): د تخار امنيتي چارواکي ادعا کوي وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د ښوونځي يو مدير او يو ديني عالم وژلي دي.
د تخار د امينې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د شمر لېسې مدير او يو ښوونکى چې ديني عالم هم و، پر ډزو وژلي دي.
ده زياته کړه: ((طالبانو د شمر ښوونځي مدير سيف الرحمن او ديني عالم او د دغه ښوونځي استاد مولوي عبدالکريم په ډزو وژلي دي.))
دى وايي چې د يادې قضيې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
نوموړي زياته کړه: ((دغه پېښه د غندنې وړ ده، طالبانو اوس د جګړې په ډګر ماته خوړلې نو ځکه اوس ديني عالمان او ښوونکي په نښه کوي.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو په ننګرهار ولايت کې هم دوه ديني عالمان د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې هدفي وژنې ډېرې شوې چې له امله يې خلک سخت اندېښمن دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن