غزني ښار (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): د کابل- کندهار لويې لارې يو شمېر موټر چلوونکي او مسافر وايي چې طالبانو د غزني ولايت په مربوطاتو کې د موټرو د محصول او تلاشیو لپاره څو ځایه چک پاينټونه جوړ کړي او موټرو ته د ګمرک پارچې ورکوي.
دوى وايي چې طالبان په يادو چک پاينټونو کې خلک هم تلاشي کوي، که چېرې يې شک راشي چې دولتي کس دی، نو له موټرو يې ښکته کوي او له ځان سره یې بيايي.
په غزني کې د کابل- کندهار لويې لارې يوه موټر چلوونکي سميع الله پژواک ته وويل چې له غزني تر کندهاره په پنځو ځايونو کې طالبانو چک پاينټونه جوړ کړي دي.
هغه وايي: ((طالبان په دغو چک پاينټونو کې موټر دروي، تلاشي کوي يې او بيا ځينو موټرو ته د ګمرک پارچې هم ورکوي.))
د نوموړي په وينا، پخوا طالبان يواځې د جګړې لپاره پر سړک دردېدل، خو اوس يې د ګمرک کسان شپه او ورځ ولاړ وي.
د همدې لارې بل موټر چلوونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې طالبان په دې لاره کې يواځې له بار وړونکو موټرو پيسې اخلي.
هغه وايي: ((پيسې يې فرق کوي چې له کوم موټره څومره واخلي خو په اولو ورځو کې يې له کانټينري (يو کيلي) موټرو زر افغانۍ اخيستې.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، طالبان د يادو پيسو په مقابل کې موټر چلوونکو ته پارچې ورکوي چې مسلسل نمبر هم لري.
د همدې لويې لارې يوه مسافر رحيم الله هم پژواک ته وويل چې طالبان پر دغې لار ولاړ وي او عام خلک هم تلاشي کوي.
ده وويل: ((له ډېرو موټرو پيسې نه اخلي خو خلک حتمن چک کوي، ټيلېفون يې ګوري، نور وسايل يې ګوري، که شک يې پرې راشي نو بيا يې له ځان سره بيايي.))
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، طالبانو د کابل- کندهار په لويه لار کې د قره باغ ولسوالۍ په موشکي، د مقر ولسوالۍ په لړمې، دوه ځايه د زابل ولايت د شاه جوۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې او يو ځاى هم کلات ښار ته نږدې د موټرو محصولولو لپاره چک پاینټونه جوړ کړي دي.
د قره باغ ولسوالۍ د موشکي سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې طالبانو له تېرو دوو کلونو راهيسې په دې سيمه کې چک پاینټ جوړ کړى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP