ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مُنيب: حکومت د خپل واک لپاره د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي

مُنيب: حکومت د خپل واک لپاره د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي

author avatar
19 Oct 2020 - 16:22
مُنيب: حکومت د خپل واک لپاره د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي
author avatar
19 Oct 2020 - 16:22

مزارشريف (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مشر او د حج او اوقافو وزارت پخوانی وزير عبدالحکيم منيب وايي چې د حکومت رهبري د خپل واک د بقا لپاره د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

نوموړي د تلې په ۲۸مه په مزارشريف کې د سلګونو ديني علماوو يوې غونډې ته همدا راز وويل چې طالبان هم بايد له خپل لوري جګړه بنده کړي.

مولوي منيب زياته کړه چې په افغانستان کې د مسلمانانو ترمنځ جګړه روانه ده او په دغسې حالت کې پر دواړو طرفونو واجب ده چې سوله وکړي.

هغه غوښتنه وکړه چې افغانان د رښتينې سولې  په تمه دي څو ورسره روان تاوتريخوالی پای ته ورسېږي.

د حج او اوقافو پخواني وزير همدا راز پر خلکو غږ وکړ چې سره يو موټی شي او يو بل ته بښنه وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((داسې سوله غواړو چې موږ ټول د وروڼو په څېر ژوند په کې وکړو او د هېڅ لوري حقوق په کې تر پښو لاندې نه شي.))

منيب اندېښنه وښوده چې يو شمېر استخباراتي کړۍ غواړي څو د سولې روانه پروسه زيانمنه کړي.

خو هغه په خپلو خبرو کې پر حکومت تور پورې کړ چې د سولې په خبرو کې تعلل کوي.

نوموړي زياته کړه: ((حکومتي مشران د خپل قدرت د بقا په لټه کې دي، د مصالحې عالي شورا او د سولې مذاکراتي پلاوي ډېری غړي د سولې د خبرو اهليت نه لري؛ ځکه دغه پروسه ځنډنۍ شوې ده.))

د هغه په خبره، د حکومت ټول امکانات د اختلافاتو په رامنځته کېدو کې مصرفېږي چې ورسره د سولې په لارې خنډونه جوړ کړي او د قدرت دوام ته لاره پرانيزي.

د حرکت انقلاب اسلامي مشر وويل چې خلک په هېواد کې له فساد، قتل، بندي کېدو او له قدرته د ناوړې ګټې اخيستنې ستړي شوي او د بدلون غوښتنه کوي.

هغه په هېواد کې وروستيو جګړو او بريدونو ته په اشارې وويل چې طالبان هم بايد د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.