مزارشريف (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مشر او د حج او اوقافو وزارت پخوانی وزير عبدالحکيم منيب وايي چې د حکومت رهبري د خپل واک د بقا لپاره د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
نوموړي د تلې په ۲۸مه په مزارشريف کې د سلګونو ديني علماوو يوې غونډې ته همدا راز وويل چې طالبان هم بايد له خپل لوري جګړه بنده کړي.
مولوي منيب زياته کړه چې په افغانستان کې د مسلمانانو ترمنځ جګړه روانه ده او په دغسې حالت کې پر دواړو طرفونو واجب ده چې سوله وکړي.
هغه غوښتنه وکړه چې افغانان د رښتينې سولې په تمه دي څو ورسره روان تاوتريخوالی پای ته ورسېږي.
د حج او اوقافو پخواني وزير همدا راز پر خلکو غږ وکړ چې سره يو موټی شي او يو بل ته بښنه وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((داسې سوله غواړو چې موږ ټول د وروڼو په څېر ژوند په کې وکړو او د هېڅ لوري حقوق په کې تر پښو لاندې نه شي.))
منيب اندېښنه وښوده چې يو شمېر استخباراتي کړۍ غواړي څو د سولې روانه پروسه زيانمنه کړي.
خو هغه په خپلو خبرو کې پر حکومت تور پورې کړ چې د سولې په خبرو کې تعلل کوي.
نوموړي زياته کړه: ((حکومتي مشران د خپل قدرت د بقا په لټه کې دي، د مصالحې عالي شورا او د سولې مذاکراتي پلاوي ډېری غړي د سولې د خبرو اهليت نه لري؛ ځکه دغه پروسه ځنډنۍ شوې ده.))
د هغه په خبره، د حکومت ټول امکانات د اختلافاتو په رامنځته کېدو کې مصرفېږي چې ورسره د سولې په لارې خنډونه جوړ کړي او د قدرت دوام ته لاره پرانيزي.
د حرکت انقلاب اسلامي مشر وويل چې خلک په هېواد کې له فساد، قتل، بندي کېدو او له قدرته د ناوړې ګټې اخيستنې ستړي شوي او د بدلون غوښتنه کوي.
هغه په هېواد کې وروستيو جګړو او بريدونو ته په اشارې وويل چې طالبان هم بايد د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
ديني عالم مولوي عبدالحليم دغې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې وروستيو مياشتو کې د خلکو تر منځ قومي او ژبني تعصب لوړې کچې ته رسېدلی دی.
هغه زياته کړه، چې دغه حالت خطرناکې پايلې درلودلی شي او غوښتنه يې وکړه، چې خلک بايد متحد او يو موټی شي.
نوموړي زياته کړه: (( افغانان مسووليت لري څو د ظلم پر خلاف غږ پورته کړي، دغه ظلم که در هر چا لخوا وي بايد وغندل شي)).
دغه ديني عالم هم غوښتنه وکړه، چې حکومتي مشران بايد د خلکو د منسجم کېدو لپاره هڅې وکړي.
ديني عالم مولوي عبدالرووف توانا هم په هېواد کې د وروستيو امنيتي پېښو پر زياتېدو اندېښنه وښوده.
هغه زياته کړه چې خلک بايد راپورته شي او په صحنه کې د خپلو حقونو د دفاع غږ اوچت کړي.
د توانا په وينا، خلک د داسې يوې سولې تمه لري چې ورسره ټول افغانان خپلو هيلو ته په کې ورسېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










